یا سزا او یا د حیثیت اعاده

دا دیاران لوګو ده چې د هغو لیکنو سره کارول شوې چې عکسونه یې د تخنیکي ستونزو له کبله ډیلیټ شوي دي

چیرته چې عدلي تعقیب نه وي او یا عدلي تعقیب هم د سلیقو او فشارونو قرباني وي؛ نو هلته بې بندوباري ټوپونه وهي. دا حالت له یوې خوا مجرمانو ته جرئت ورکوي او له بلې خوا د تورونو او افتراوو تورې شخصیت کشي کوي.
زموږ د سترو او مطرح اشخاصو او سیاستوالو په خبرو اوس ځکه څوک باور نکوي چې خپلو خبرو ته د عمل پوښ نشي ورکولای، خبره ګرمه کړي او نور خاموش شي.
د وري په پنځمه د مشرانو جرګې ځینو غړو کې یو دم د وطن پالنې وینې په جوش شوې، په ډيرې زړورتیا یې د وطن له ګټو دفاع وکړه او د هغه چا د محاکمې غوښتوونکي شول چې دوی یې د مغرض ګاونډي په پلازمینه کې د خپل وطن په اړه اظهارات د ملي ګټو خلاف بللي وو. دا سخنران ښاغلی سید اسحاق ګیلاني و، چې له لسیزو راهیسې د دوی کورنۍ ته خلک په ګڼو ولایتونو کې په تقدس قایل دي.
ګیلاني صیب اسلام اباد کې پر کونړ او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ د پاکستان راکټي بریدونه هیر کړل، د خپلو کوربنو په منځ کې یې وویل چې هندوستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي. همدغو څرګندونو د مشرانو جرګې د ځینو غړو احساسات راوپارول. د ملي ګټو خلاف یې وګڼل او د ویناوال د عدلي تعقیب غوښتوونکي شول. د جمعه الدین په نوم یوه سناتور خو ان ګیلاني د افغانستان دښمن وباله او رحمت الله اڅکزي بیا د پاکستان د استخباراتي سازمان د اجنټ تور ور پورې کړ. د مشرانو جرګې رییس هم د ګیلاني خبرې د ملي ګټو او نافذه قوانینو خلاف وګڼلې او د عدلیي تعقیب غوښتنه یې وکړه.
دا ادعا کوونکي واړه خلک نه دي. د مقننه ارګان غړي دي او خبرې یې پوره وزن لري.
ګیلاني صیب په اسلام اباد کې په هندي سبک شعر نه و ویلی چې تفسیر او تحلیل یې پیچلی وي او د هر چا پرې سر خلاص نشي او یا څوک ترې ناسم برداشت وکړي. هغه په ساده، روانه او له کنایو، سمبولونو په خالي ژبې خبرې کړې وې.
اوس خبره دا ده چې که د سناتورانو ادعا رښتیا وي، نو په دې اړه نورو څیړنو ته څه اړتیا ده؟ دا خو مشهود جرم دی او مرتکب سره یې باید د یوه مجرم په توګه چلند وشي. نه مزید تحقیق ته اړتیا لري او نه څیړنې ته. هغه څوک چې د ملي ګټو خلاف څرګندونې کوي باید راسا هغه ځای ته ولیږل شي چې قوانین یې ورته مناسب ګڼي.
او که د ګیلاني صیب څرګندونې د ملي ګټو خلاف نه وي، نو باید دا محترم د خپل حیثیت د اعادې لپاره پر تور پورې کوونکیو دعوه وکړي او عدلي ارګانونو ته یې ور وپیژني. ګیلاني او د هغه کورنۍ په دې هیواد کې له کلونو راهیسې د ګڼو خلکو لپاره معتبره او د فیوضاتو سرچینه ده.
ګیلاني، د وري په څلورمه لویې څارنوالۍ ته وغوښتل شو او د دې ارګان ویاند جمشید رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر دوسیه یې کار پیل شوی. ویاند بیچاره دې ته هم خوشحاله و او مننه یې کوله چې دا سړی څارنوالۍ ته حاضر شوی دی.
په هر صورت، دا خبره باید جدي تعقیب شي. یا دې سناتوران خپله ادعا ثابته کړي او تر هغې دې دا قضیه تعقیب کړي چې مدعي قانوني سزا نه وي لیدلي او یا دې ټول په یوه علني مجلس کې له ګیلاني صیب بخښنه وغواړي.
له هر څه نه ریشخند جوړول پر وطن او قوانینو ملنډې دي او هیڅوک د دې ملنډو حق نلري.
محمد نعمان دوست، ۱۳۹۷ د وري ۱۶مه

About نعمان دوست 33 Articles
نعمان دوست مخکښ لیکوال او د ټولنیزو او کلتوري مسالو څیړونکی دی چې دا لیکنه یې د یاران ویب پاڼې لپاره کړې ده.