ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
د مېرمنو په اړه ځینې داسې رازونه حتماً شته چې متاهل نارینه باید پرې پوه او د نېکمرغۍ په لار کې ترې ګټه واخیستلی شي.
کله چې یوه ښځه مینېږي، ښکلي د ښځینتوب احساسات ورته پیدا او څو چنده کېږي.
د یوې مېرمنې نازول هغې ته ځواک وربښي او د ژوند غوره انګېزه ورکوي.
د ښځو تل دا خوښېږي چې د ځان پر وړاندې د خاوند له احساساتو ډاډه شي.
کله چې نارینه خپلې ښځې ته یوه ګېډۍ ګلونه ورکوي، یو ښکلی مینهییز مسېج یا لیک ورته پرېږدي، هغې ته دا احساس ورکوي چې پوه شي څومره ډېره په یوه کس پورې اړونده او پرې ګرانه ده.
هېڅکله هم ښځه د مېړه له پرلهپسې مینهییزو احساساتو نه په تنګ کېږي.
مخکې تر دې چې یوه ښځه جسماني اړیکو ته چمتو شي، مینې، جاذبې او نازولو ته اړتیا لري. هغه باید لومړی د احساساتو کیمیا حس کړي.
هغه شېبې چې نارینه د خپلې مېرمنې لاسونه په لاس کې نیسي، دا شېبې هغه دي چې یوه ښځه پرې له زړه مینه وي.
د خاوند او مېرمن ترمنځ اړیکو کې ښځې یوازې د احساساتو په اشباع پسې نه ګرځي، موخه یې له دې اړیکې د مېړه د هغو مینه ییزو احساساتو ژورو ته ورکوزېدل دي چې د دې پر وړاندې یې لري. که مینه تر مینځه نه وي، ډاډه اوسئ چې دا کار مو له فزیکي او روحي زیانونو پرته بله پایله نه لري.
کله چې مېرمن پوه شي چې خاوند یې یوازې پر دې مین دی؛ نو په اسمانونو کې به ګرځي.
هېڅکله یوه مېرمن خپلې ستونزې نه درته کتاروي؛ خو هغه وخت دا کار کوي چې خپه/غمجنه وي، دا وخت نو ټول کارونه او ستړیاوې یې یو ځای پر زړه یرغل کوي.
ښځه هغه وخت سکوت کوي چې په زړه کې یې ژور زخمونه ساتلي وي یا هم پر خاوند دومره باور ونه لري چې خپل دردونه ورسره شریک کړي.
کله چې نارینه د زړه په غوږ د خپلې مېرمنې ستونزو ته غوږ شي یا حللاره ورته ولټوي، د هغې د مینې حس لا غښتلی کوي.
نارینه او ښځينه چې له ستونزو سره مخ شي، بېلابېل غبرګونونه او غوښتنې لري. نارینه په ستونزو کې یوازیتوب غوره ګڼي؛ خو ښځه دویم کس ته اړتیا لري چې ورسره واوسي او درد یې واخلي.
کله چې د یوې ښځې کارونو ته بېځایه کړنې ویل کېږي، هغه د صفايۍ په پار توافق نه کوي او غبرګون ښيي. یانې موخه یې شخړه نه، د خپل پخواني دریځ خپلول وي.
ښه ډاډه ویلی شو چې تر ځينو لږو خبرو پرته، بل هېڅ شی هم هغه دومره نه ځوروي لکه غلط ګومان او بېځایه خبرې.
ښځه داسې وي لکه څپه؛ ځکه هغه وخت چې د مینې هوا پرې راشي پر ځان باور یې لکه سیند داسې په څپو وي.
د ښځې مینه چې په څپو شي، د هغې په څرګندولو کې هېڅ ډول خڼد نه مني.
نارینه باید پوه شي چې کله ښځه شخړه کوي او د زړه عقدې خلاصوي، د ارامۍ احساس کوي.
پر دې باید پوه وئ چې کله یوه مېرمن د غوسې په اوج کې وي، هېڅ ډول ملامتي پر غاړه نه اخلي.
ځينو ښځو ته خورا دردوونکي مسایل هغه دي چې څوک غلط قضاوت پرې وکړي، ویې نه مني او خوشې یې کړي. دغه وخت یې خپګان د ضمیر تل ته ورکوزېږي او دا حس ورکوي چې تر ټولو بې لیاقته کس دی او وړتیا یې نه لري چې څوک یې ومني.
ځينې ښځې له خپلو اړتیاوو انکار کوي؛ ځکه نه غواړي چې څوک یې پر اړتیاوو خبر شي.
اوسني پېر کې ښځي د مینې پر وړاندې یوازې بېتفاوتي لاس ته راوړي؛ نو ځکه خو یوازیتوب غوره ګڼي.
ښځې ذاتاً دا وړتیا لري چې نور خوشحاله وساتي؛ خو دهغې موسکا دا مانا نه لري چې ګڼې همدومره دې خوشحاله هم وي.
یوه ځوانه ښځه د ځوانۍ په اوج کې د ژوند د شریک د هیلو پوره کولو په پار ځان هم ځارولی شي.
ډېری ښځې د مېړه له خبرو سره موافقت کوي او خبرو ته یې غاړه ږدي، دا د دې پر مانا نه ده چې ګڼې د خاوند کار یې سل په سلو کې سم او پر ځای دی.
که ښځه وغواړي کړنو ته مو یو اجر یا امتیاز وټاکي؛ نو ډېر کوچني کار ته مو غټ بدل ټاکلی شي؛ لکه: یو څانګه ګل ته مو خُدا چې څومره ارزښت ټاکي؛ نو ګل ورکول، په جېب کې پټه سره مڼه وروړل مه هېروئ!