راپور: بشر درویش
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کوڅو راټولولو موسم پیل شوی دی.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د دوی په خبره سږ کال په دې ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ ټنه ګوڅي راټولې شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي:
«ګوڅي یو غرنی طبعي بوټی دی، چې د پسرلي په موسم کې په ځنګل لرونکو غرنیو سیمو کې کیږي.»
خبرپاڼه کې ويل شوي؛ د ګوڅو راټولول چې د کونړ د غرونو د خلکو دودیزه سوداګري ده، د پسرلي په موسم کې سلګونه خلک د ګوڅو راټولولو پسې د غرو لمنو ته ځي او په راټولو شویو ګوڅو له بازاره اړیتاوې پوره کوي.
کوڅي څه شی دی؟
ګوڅي با ارزښته طبیعي بوټی دی، چې د خوړو ترڅنګ په طبي درملو کې کارول کیږي او ډېر مینوال لري.
ګوڅي مصنوعي تولید نلري او په طبعي توګه په غرونو اوځنګل لرونکي سیمو کې راټوکیږي، چې د تېر په پرتله یې په دې ولایت کې سږکال تولید زیات شوی.