د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مټاخان ولسوالۍ په زیانمنو سیمو او بڼونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپین پیل کړ.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د پکتیکا ولایت دکرنې ریاست د بوټې ساتنې د برخې کارکوونکي د مټاخان ولسوالۍ زیانمنې سیمې سروې او تثبیت کړي او وروسته د ملخانو د کنټرول په موخه یې کیمیاوي مجادله پیل کړئ دی.
خبرپاڼه کې ويل شوي:
«د مجادلې دیاد ټیم له خوا به د زیانمنو سیمو ملخان کنټرول شي ترڅو د بزګرانو کروندې او بڼونه د ملخانو له یرغله خوندي پاتې شي.»
د کرنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ د پکتیکا د کرنې ریاست کارکوونکي تر هغه چې ډاډه نه شي، چې صحرایي ملخان یې کنټرول کړي او له منځه یې وړي په زیانمنو سیمو کې کار کوي او که ملخان ددې ولایت نورو ولسوالیو کې پیدا شي په ډېر لږ وخت کې به د کرنې ریاست کارکوونکي ملخان له منځه یوسي او د کروندګورو کروندې او بڼونه به خوندي کړي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې په لغمان ولایت کې هم د ملخانو پر ضد ورته کمپاين پيل شوی چې ویل شوي په ترڅ کې به يې په د کښتونو پر وړاندې د ملخانو د زیان اړولو ګواښ به له منځه لاړ شي.