د لومړي ځل لپاره د فوټبال په لوبغالي کې د جمعې لمونځ ادا کړل شو+ویډيو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شوی، نو د دې ویروس څخه د ځان ساتني په موخه د روغتیا نړیوال سازمان د ګڼي ګوڼي پر ټولو ځایونو بندیز لګولی.
د دې بندیز څخه یې موخه دا وه،  چي د کرونا ویروس د پراختیا او انتقال مخنیوی وشي.
خو اوس تازه ځیني هیوادونه د پخوا حالت ته کرار کرار راګرځي او د مسجدونو ترڅنګ ګڼو نورو ځایونو ته هم روغتیایي سپارښتونو ته په پام کي نیولو سره اجازه ورکوي.
دا چي لا تراوسه په ترکیې هیواد کي مسجدونو ته د تلو اجازه نده ورکړل شوې، خو د تیري جمعې په ورځ سلګونه کسانو د جمعې لمونځ د مسجد پر ځای د فوټبال په یوه لوی لوبغالي کي ترسره کړ.
د İhlas Haber Ajansı خبري رسنۍ راپور ورکړ، چي سلګونه کسانو د جمعې لمونځ د مسجدونو د بندښت له امله د فوټبال په یوه لوبغالي کي ترسره کړ.
دا لومړی ځل دی، چي په نړیواله سطحه د فوټبال په یوه لوبغالي کي د جمعې لمونځ ادا کیږي.
ویډیو: