لیکنه: محمدصابر حمیدي
د پرتګال هېواد د فوټبال ملي لوبډلې او یوونټوس کلب تکړه لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د کرنتین دې شپو او ورځو کي هغه ورزشکار دی، چې تر نورو ټولو یې زیاتره پيسې له انسټاګرامه ترلاسه کړي.
د انګلستان هېواد د ډیل یمیل نشراتي ټیم په حواله د کرنیتن په مهال رونالډو د نورو ورزشکارانو په پرته له انسټاګرامه تر ټولو ډیرې پيسې ترلاسه کړي او پر انسټاګرام تر ټولو ډېر رونالډو څارل شوی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، چې هغه ۱.۹ میلیونه پونډه د خپل انسټاګرام لا لارې ګټلي دي.
هغه د کرنتین په ټوله موده کې پر خپل انسټاګرام ۴ پوسټه کړي، چې له هر پوسټه یې ۴۷۰ زره پونډه ترلاسه کړي دي.
رونالډو په نړۍ داسې شخص دی، چې تر نورو ټولو ډېر ۲۱۹ میلیونه کسان یې په انسټاګرام کې څاري.
له رونالډو څخه راورسته د نړۍ بل نوموتی فوټبالر لیونل میسي د کرنیتن پر مهال له انسټاګرامه ډیري پيسې ګټلې.
میسي هم ۴ سوداګریز پوسټونه کړي، چي پر هر پوسټ یې ۳۲۴ زره پونډه ترلاسه کړي.
میسي بیا په انسټاګرام کي ۱۵۱ میلیونه کسان څاري.
د رونالډو او میسي څخه راوروسته د نړۍ بل مشهوره فوټبالر نیمار هغه ورزشکاره ده، چې د کرنتین پر مهال یې په دریېمه درجه کې پيسې پيدا کړي.
هغه هم د خپلو ترسره کړو ۴ پوسټونو له ډلې پر هر پوسټ ۲۹۸ زره پونډه ترلاسه کړي.
هغه ورزشکاران چې د کرنتین په مهال یې تر ټولو ډېرې پیسې له انسټاګرام څخه ترلاسه کړي: