
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د عامې روغتیا نوی وزیر احمد جواد عثماني څېره کټ مټ د فوټبال د ایټالوي کلب یوونټوس روزونکي مائوریتسیو ساري ته شوې.
پر ټولنیزو رسنیو د احمد جواد عثماني او مائوریتسو ساري انځورونه یو ځای په زیات شمېر سره خپاره شوي او د ټولو پام یې ځان ته راړولی.
دوی د ټوکې په ډول ویلي، چې د یوونټوس کلب روزونکی مائوریتسو ساري د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزیر وټاکل شو.
احمد جواد عثماني د افغانستان د عامې روغتیا نوی وزیر
مائوریتسو ساري د فوټبال ایټالوي کلب یوونټوس روزونکی
د نړۍ نوموتی فوټبالر رونالډو هم په یوونټوس لوبډله کې دی او د مائورتسو ساري تر روزنې لاندې د فوټبال تمرینونه او سیالۍ ترسره کوي.
هغه یو داسې روزونکی دی، چې د فوټبال لوبې په جریان کې سګریټ څکوي.