له ژړا وروسته ولې سر درد کوي!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: نسیمه محمدي

ژړا د ناخوښه احساساتو د تخلیې یوه طریقه ده. که بخت مو په طرف وي، یوازې د سترګو سوروالی، پړسوب او د پوزې اوبو به وي، خو که خوش چانس نه اوسو، باید د یو نبض لرونکي شدید او سخت سردرد په تمه اوسو.
د لانګون روغتیايي مؤسسې د سردرد د برخې مُدیر، ډاکټر لارنس نیومن(Lawrence Newman) په وینا، کله چې غمجن او خپه یو، بدن د کورتیزول یا هماغه د استرس هورمون ترشح کوي.
د استرس هورمون، د مغز کیمیاوي پیغام لېږدونکي، چې د فزیکي غبرګونو لکه په ټنډه د فشار راوړل او د اوښکو بهول دي، فعالوي.
یو له دې عصبي لېږدوونکو څخه د استایل کولین (acetylcholine)، د اوښکو تنظیموونکی دی، چې د اوښکو د غُدو چې د وريځو په ښکتنۍ څنډه کې ځای لري، د پارېدو لامل کرځي.
کله چې اوښکې جریان مومي، پوزه پړسېږي او په سینوس فشار راوړي. د سر او څټ عضلې ځان منقبض او راټولوي.
ډېری وختونه زیاتره کسان د ژړا پر وخت د اضافي فشار له امله سخت او شدید سردرد تجربه کوي، چې په ټول سر کې د درد سبب کېږي، چې د نور/ رڼا په وړاندې حساسیت او تهوع ورسره مله نه وي.
د زیات وخت لپاره ژړل په سینوس هم اغېز کوي. د اوښکو جریان او لار په سینوس پای مومي، نو ځکه ژړا د پوزې د اوبو سره یوځای وي.  نو په سینوس کې د مایع زیاتېدل د فشار او ورپسې د سردرد لامل ګرځي.
ژړا مېګرن/ نیم سری فعالولی شي، نو که مېګرن ولرو ژړا یې تکرر زیاتوي.

د ښه‌والي لپاره یې څه باید وکړو؟

قطعاً له ژړا وروسته د سردرد لپاره ټوله ورځ استراحت ته اړتیا نشته.
د پیل لپاره کولای شو، د ګرمو/ یخو اوبو له کامپرس ګټه واخلو او په سر، څټ او ټنډې باندې مشخوله کېږدو. د ګرمو/ تړمو اوبو سره حمام کول هم د سردرد په تسکین کې مرسته وکړي.
وروسته له هغې د څټ سوړ مساژ ګټور دی. همدارنګه د شهادت او شصت/ غټې ګوټې ترمنځ فشاري ټکې دی، چې د فشار او کېکاږلو سره کولای شو، سردرد کم  کړو.
او په پای کې د یو مناسب پاراسیتامول (اسیتامینوفین) یا آسپرین خوړل سردرد تسکینوي.