د هوا له پلوه د نړۍ تر ټولو پاکه سیمه په نښه شوه

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نسیمه محمدي

څېړونکو د نړۍ تر ټولو پاکه هوا په سویلي منجمد اقیانوس په جنوب کې پېژندلی ده، ځکه په دې سیمه د انسان په لاس جوړو شوي ذرات، مشخص شوي نه دي.
د ډیلې مېل په حواله، د کلرادو ایالتي پوهنتون څېړنیز ټیم، د «سونیا کرایدنویر» (Sonia Kreidenweis) په مشرۍ د هغو ذراتو د څېړلو هوډ وکړ، چې د انساني فعالیتونو او صنعت سره تولیدېږي.
څېړونکو دا وڅېړل چې دا ذرات تر څومره واټن لرې ځي او کوم ځای ته رسېږي؟
د دې موضوع د درک او پوهېدو لپاره، دوی جنوبي اقیانوس ته ولاړل او د څو سیمو د هوا ترکیبات یې وارزول.
څېړونکو سرحدي طبقه (د هوا ښکتنۍ برخه چې د سمندر له سطحې سره په مستقیم ډول تماس کې ده، بیا تر ۱.۵ مایله د اتموسفیر لوړوالي پورې رسېږي) اندازه کړل.
د څېړنیز ټیم ترلاسه شوې نمونې ښيي، چې هېڅ ډول ککړتیا چې د انساني فعالیتونو پورې تړاو ولري، په دې سیمه کې نشته.
دې معلوماتي ټیم د سیمې باد/ شمال د سمندر د شاوخوا اتموسفیر سره، د تجزيې او تحلیل لپاره ترکیب کړل، چې د ذراتو منشأ پيدا کړي.
«توماس هیل»(Thomas Hill) د کلرادو پوهنتون څېړونکي وویل: “موږ وکولای شول د سویلي سمندر د هوا د باکتریاوو څخه د تشخیصي وسیلې په توګه کار واخلو، چې د اتموسفیر د ټيټې کچې خواصو باندې پوه شو.
نوموړي زیاته کړه، داسې ښکاري چې جنوبي سمندر یو له کمو سیمو څخه ده، چې انساني فعالیتونو پرې کم اغېز ښندلی.
له دې واړاندې په ۲۰۱۹م کې، څېړونکو د نړۍ تر ټولو پاکه هوا د «کېپ ګرېم»(Cape Grim) پېژندلی وه.
دا سیمه د جنوبي اقیانوس شمالي څنډې ته نېږدې ده.