کرکیټ نړیوالي شوار هم افغان لوبغاړی شهزاد محمدي له یاده ندی ایستلی!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي د خپلي رسمی فیسبوک پاڼي پر کور ځای باندي د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي انځور خپور کړی.
یاد انځور په تېر ۲۰۱۹م د نړیوال جام په لوبه کي اخیستل شوی، چي هغه لوبه تېر کال په همدې ورځ ترسره شوه او افغان کرکیټ ملي لوبډلي د سریلانکا څخه ماته ومنله.
په یاد انځور کي د شهزاد محمدي سره د ویکیټ ساتني په مهال د سریلانکا ملي لوبډلي یو توپ وهونکی هم راغلی.
د یاد انځور تر خپرېدو وروسته سلګونه کسانو انځور خوښ کړی او ورته په نظرونو کي یې لیکلي، چي ډېر په زړه پوري انځور.

یاد نړیوال جام کي شهزاد محمدي د بد برخلیک سره مخ شو، هغه ځکه چي د ځنګون په برخه کي ټپي شو او له هغه وروسته بیا کرکیټ بورډ ورباندي بندیز ولګاوه.
محمد شهزاد د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چي له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.
نوموړی د نړیوال جام لوبو پر مهال هم د زنګانه د ټپ له امله هم له لوبو راګرځول شوی و.
شهزاد محمدي څو میاشتي مخکي د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کې د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتي موده وبخښل شوه.
که څه هم پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد د پاتې مودې لپاره د لوبې نه کولو بندیز لرې کړل شو، خو د هغه د قرارداد د بندیز موده به تر خپلې ټاکلې مودې پورې وي چې د یادې مودې له پای ته رسېدلو وروسته به نوموړی له ادارې خپل قرارداد ترلاسه کړي.
خو د شهزاد محمدي تر بندیز او قراراد لاسلیک کېدو وروسته ممکن هغه ته یوازي په یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو کي د لوبېدو چانس برابر سي، خو په شل آوریزه لوبو کي د لوبېدو چانس ئې بیخي لږ دئ، ځکه رحمن الله ګربز اوس خورا په ښه ډول لوبیږي.