راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا، ښار جوړولو او ځمکو او ښځو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک عمومي ریاست نوماند سرپرستان رسماً معرفي کړل.
ارګ وايي، ښاغلي غني پرون مازیګر محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، ډاکتر محمد جواد عثماني د عامې روغتیا د نوماند او سرپرست وزیر، حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې او اجمل احمدي د افغانستان بانک د عمومي رئیس په توګه رسماً معرفي کړل.
ښارجوړولو او ځمکو مدیریت ته پاملرنه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د حکومت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ښار جوړولو او د ځمکو مدیریت ته د پاملرنې په برخه کې خپل اهداف او لومړیتوبونه جمهوررئیس سره شریک کړل.
د کرونا ضد ښې مبارزې ژمنه
ارګ یوه خبرپاڼه کې زیاتوي؛ وروسته د عامې روغتیا نوماند او سرپرست وزیر ډاکتر محمد جواد عثماني خبرې وکړې او د جمهوررئیس له باور څخه د مننې ترڅنګ یې وویل:
«ژمنه کوم چې خپلو خلکو ته به خدمت کوم. هغه کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو لومړیتوبونو، په روغتونونو کې اصلاحاتو، د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ښه والي او د خلکو اړتیاوو ته د رسېدو په برخو کې هم خبرې وکړې.»
د ښځو د حقونو د ښه والي ژمنه
د ښځو چارو وزارت نوماندې او سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ خبرې وکړې او د جمهوررئیس او د هیواد د لومړۍ مېرمنې باور څخه په مننې یې وویل، د ښځو حقونو د ښه والي لپاره به کار وکړم.
هغې همداراز وویل:
«د پوهاوي لوړولو او د ښځو د ستونزو په اړه به کار وکړي، ترڅو د هغوی اړین ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي حقونه له پخوا څخه لا زیات تامین شي.»
د ښه پولي سیستم جوړولو ژمنه
د افغانستان بانک عمومي ریاست نوماند او د دې بنسټ سرپرست اجمل احمدي په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د خپلو پخوانیو کړنو په اړه خبرې وکړې وې ویل، هڅه یې کړې چې د جمهوررئیس د لارښوونو پر اساس افغانستان له وارداتي هیواد څخه په صادراتي بدل کړي، ترڅو ښې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې شي.
هغه د افغانستان بانک عمومي ریاست کې د خپلو برنامو په اړه وویل:
«هڅه کوم ترڅو ښه پولي پالیسي رامنځته شي، بانکدارۍ سکتور سره همکارۍ زیاتې او په دې سکتور ښه څارنه رامنځته شي.»
د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر په دې مراسمو کې د پخوانیو وزیرانو له کړنو د مننې ترڅنګ وویل، حکومت باید په متحدانه او منسجم ډول کرونا سره مبارزه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، کابینه د ټول هیواد هېنداره ده او وزارتونه او نورې ادارې له ټول افغانستان سره تعلق لري.
وزیران باید د خدمت کولو ژمنتیا ولري
د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح پخپلو خبرو کې د مخکینیو وزیرانو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، د پخوانیو مسوولینو د کړنو د ستاینې منل شوی فرهنګ باید بنسټیز شي.
صالح د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مخکیني سرپرست وزیر جواد پیکار د هڅو او خدمتونو چې د ځمکو او څړځایونو د بانکونو جوړولو او د جایدادونو د اسنادو پروسې د اصلاحاتو په برخه کې ترسره کړي، مننه وکړه.
همداراز نوموړي د عامې روغتيا مخکيني وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز، د صنعت او سوداګرۍ مخکيني سرپرست وزير اجمل احمدي او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مخکینۍ سرپرستې حسينه ساپۍ د کړنو مننه وکړه.
هغه یادو نوماند وزیرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل:
«وزیران باید خدمت کولو ته جدي ژمنتیا ولري او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له نوي نوماند وزیر څخه یې وغوښتل چې د افغانستان تاریخي مقام بېرته راژوندی کړي او د خپلو برنامو د تطبیق په برخه کې دوامداره هڅې وکړي.»
ارګ یوه خبرپاڼه کې زیاتوي؛ د جمهوررئیس لومړي مرستیال د دې په بیانولو سره چې موږ د جمهوررئیس تر زعامت لاندې خلکو ته یو خدمتګار ټیم یوو، د عامې روغتیا نوماند وزیر څخه وغوښتل چې د خلکو د غوښتنو پوره کولو لپاره هڅه وکړي او هغوی ته روغتیایي خدمتونه زیات کړي.
د ولسمشر غني غوښتنې
ولسمشر غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل:
«د دولت دنده د هیلو رامنځته کول دي او موږ د هیلو ټیم یوو او په سختو شرایطو کې زموږ مسوولیت زیاتېږي چې هیله رامنځته کړو.»
هغه زیاته کړه، خپل ملت ته باید د خدمت کولو غښتلې، ملي او اسلامي اراده ولرو. ملت له موږ تمه لري داسې میراث پرېږدو چې د سولې او هوساینې لپاره د هیواد لیدلوری روښانه وي.
جمهوررئیس وویل:
«ژمن او مصمم ټیم رامنځته شوی او د یوه واحد ټیم په توګه د افغانستان د حکومت رهبري به ستاسو په خدمت کې وي او تاسو په دولت تکیې ته د یوه اساسي بنسټ په توګه وګورئ.»
نوموړي زیاته کړه؛ له اوسنیو نوماند وزیرانو مننه کوم چې ملت ته د خدمت کولو لپاره یې زموږ غږ ته لبیک ووایه. موږ باید په هره برخه په ځانګړي ډول ټولنیزو او روغتیایي برخو کې منسجم اقدامات ولرو، په کرونا بریالي شو او ملت زموږ له ژمنتیا او رښتینولۍ ډاډه شي.
هغه دې ته په اشارې چې سختې میاشتې به په مخکې ولرو ټینګار وکړ چې د کرونا مصیبت د محوه کولو لپاره له ټولو امکاناتو استفاده کېږي او د خلکو غوښتنه دا ده هغه څه مو چې وس کېږي ترسره کړو او په سختو شرایطو کې د سمدستي اجراآتو جرئت ولرو.
ښاغلي غني څرګنده کړه:
«د ښځو حقونو څخه ملاتړ د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او ښځې باید ډاډه شي چې غږ یې اورېدل کېږي او د دولت هره برنامه باید د ښځو د رول غښتلي کولو لامل شي.»
ولسمشر وویل، د ښځو مقام په سرتاسري ډول تامینېږي او لا تر اوسه هم زموږ هیواد د بېوزلۍ له خنډ سره مخ دی چې د منلو وړ نه دی.
ښاغلي غني د ښارګوټو د تنظیم په برخه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت نوماند وزیر څخه وغوښتل چې دغه سکتور باید لا زیات حرکت وکړي. هغه زیاته کړه، خلکو ته دې سټنډرډ ښارګوټي، ارزان بیه او د باور وړ کورونه جوړ شي او د افغانستان د لویو ښارونو رنګ ته بدلون ورکړئ.
هغه اجمل احمدي ته وویل:
«هېڅ هیواد د بانکدارۍ سیستم نشتوالي پرته حرکت نشي کولی او د بانکدارۍ سکتور باید د باور وړ وي، ترڅو په هیواد کې د بانکدارۍ یو منسجم سیستم جوړ شي.»
ارګ ویلي؛ ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د بانکدارۍ فعال سکتور د اقتصادي سکتور د ودې لامل ګرځي او موږ باید ښه اقتصادي وضعیت ولرو او د حکومت رهبري به ستاسو د اصولي طرحو ملاتړ وکړي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې پر ولسمشر غني نیوکې شوي چې اکثره هغه خلک وزیرونو په توګه معرفي کوي چې فساد کې لري، موثریت نه لري او د ډلو ټپلو غړي دي.