روغتیا وزارت: که د الکوزي درمل ګټور وه نو په ډېر ویاړ سره به یې ټولي نړۍ سره شریک کړو.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، عامي روغتیا وزرات د هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي، چي د کرونا ویروس مخینوي کوي.
مجروح وايي که چیري د الکوزي له لوري جوړ شوي درمل سل سلنه هم ګټور وي، خو بیا هم روغتیا وزارت اړ دئ، چي په خپلو لابراتوارونو کي یې وګوري.
د مجروح په خبره تر ازمایلو وروسته که دا درمل ګټور وه، هیوادوالو ته به اجازه ورکړي، چي استعمال یې کړي او وروسته به یې په ډېر ویاړ سره له نړیوالو سره شریک کړي.
هغه زیاته کړه:

«حاکم الکوزی او خلګ دي موږ ته اجازه راکړي، چي دا درمل په سم ډول چک کړو. دا به د نړۍ په سطحه چک شي که ګټور وه نو روغتیا وزارت به یې په ډېر ویاړ سره ټولي نړۍ سره شریک کړي.»

ښاغلي مجروح له خلګو او خپله حاکم الکوزي څخه وغوښتل، چي د درملو په ازمایلو کي ورسره همکاري وکړي.
حاکم الکوزی ادعا کوي، چي د کرونا ویروس ضد داسي درمل یې جوړ کړي، چي د ۳  څاڅکو په څښلو سره د کرونا هر ناروغ درې ساعتونو کي رغیږي.
د عامي روغتیا وزرات پرون کابل کي پر یادو درملو بندیز ولګاوه، خو نن یې پر ضد زرګونه کسانو کابل کي لاریون وکړ.
اوس تازه وحید مجروح ویلي، چي دا درمل پلورنځی د خلګو په زور بیرته پرانیستل شوی.