چین: کرونا ویروس له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: محمدصابر حمیدي

د چین هېواد ډاکټران وايي، چې کرونا ویروس د چین هېواد له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی.
د ډيلي مېل په حواله په چین هېواد کې له کرونا سره د مبارزې ډاکټران وايي، چې د کویډ ۱۹ ناروغي یا د کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی.
یاد ډاکټران وايي، دوی د هغو ټولو حیواناتو د غوښو نمونې، چې په ووهان ښار کې پلورل کېدلې، خلکو ته د خوړلو لپاره ورکړې او وروسته یې نتیجه کتلې، چې منفي ختلې.
د ډاکټرانو په خبره، له دې څرګندېږي، چې د دې ځای خلک په کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره نه دي اخته شوي او دا ویروس له دې ښاره نه دی خپور شوی.
په چین هېواد کې د کرونا ویروس پېژندونکی ګائو فو وايي، دا معلومداره خبره ده، چې د چین ووهان ښار یو له هغو ښارونو څخه و، چې د کرونا ویروس قرباني وګرځېد.
په همدې حال کې ځینې شواهد دا ښيي، چې کرونا ویروس له یو شمېر حیواناتو څخه انسانانو ته لېږل شوی، خو انسانانو ته د دې ویروس د انتقال اصلي نېټه نه ده معلومه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو څو ځله چین تورن کړ، چې د کرونا ویروس له ووهان ښار څخه خپور شوی او دې هېواد یې د مخنیوي لپاره هېڅ اړین ګامونه نه دي اخیستي.
د ۲۰۱۹م د ډیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه چینايي پلاوي د روغتیا نړیوال سازمان ته خبر ورکړ، چي د دې هیواد په ووهان ښار کې یو ډول مریضي په پراخېدو ده.
وروسته پوهان تر پلټونو وروسته دې پایلې ته ورسېدل، چې دا د کرونا ویروس دی.
د مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان کرونا یوه نړیواله وبا اعلان کړه.
تر دې دمه په ټوله نړۍ کې تر ۶ میلیونه او ۳۱ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له دې ډلې بیا ۳۶۶ زره کسان مړه شوي.
د وروستیو معلوماتو له مخې دې ویروس آمریکا، برازیل، روسیې، اسپانیا، انګلستان، ایټالیا، فرانسې، آلمان، هند او ترکیې هېوادونه ډېر ځپلي دي.