غوره ویناوې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

۱ـ د خدای ج په نزد هغه کار تر ټولو ډېر غوره دی چې لږ وي خو تل وي. (حضرت محمد ص).
۲ـ پښتون یو ژوندۍ قوم دی، د قومیت او قربانۍ ماره په کې شته، خو راویښول غواړي. (باچا خان).
۳ـ له مینې وېره له ژونده وېره ده، هغوی چې له مینې تښتي مړه دي. (براتراند راسل).
۴ـ د هغې مرغۍ په څېر اوسه چې یوه لحظه پر یوې کمزورې او خویې شاخچې کېني، سندره وایي او احساس کوي چې شاخچه لړزېږي، خو خپلې نغمې ته دوام ورکوي، ځکه ډاډه ده چې وزرې لري. (ویکتور هوګو).
۵ـ له مینې سره خپل مور او پلار ته کتل په عبادت حسابېږي. (حضرت محمد ص).
۶ـ هېڅ یو مومن دا حق نه لري چې ځان سپک او ذلیل کړي. (حضرت محمد ص).
۷ـ څوک چې سپورټ کوي، درملو ته اړتیا نه لري، علاج یې په خوځښت او حرکت کې دی. (ابن سینا).
۸ـ دنیا ډېره پراخه او د ټولو مخلوقاتو ځای دی، د بل د ځای نیولو په ځای، هڅه وکړئ چې خپل حقیقي ځای پیدا کړئ. (چارلي چاپلین).
۹ـ زه تل کولای شم ازادانه انتخاب وکړم، خو باید پوه شم که انتخاب ونه کړم، بیا هم یو انتخاب مې کړی. (ژان پل سارتر).
۱۰ـ تر دې چې نور له تا سره مینه ولري، دا ډېره پرتمینه ده چې ته له چا سره مینه ولرې. (ویکتور هوګو).
۱۱ـ درې څیزونه داسې دي چې د دنیا نظام د تباهۍ سره مخ کوي او د دې څخه یو د علم د خاوند خویېدل او غلطېدل دي. (حضرت عمر فاروق (رض).
۱۲ـ د زیاتو خوړو څخه ځان وساتئ، چې زړه سستوي، سړۍ مریضوي او د عبادت مخه نیسي. (حضرت عمر فاروق (رض).
۱۳ـ د هر چا د ایمان معلومات د هغه وعدو څخه کېږي. (حضرت علي (رض).
۱۴ـ د مظلوم د ښیرا څخه ځان وژغوره، ځکه چې دا ښیرا اسمان ته د شغلې په څېر ځي. (حضرت علي رض).
۱۵ـ څوک چې د کال په اوږدو کې کوم تکلیف یا مصیبت ونه ویني، هغه دې پوه شي چې الله (ج) ترې خپه دی. (حضرت عثمان رض).
۱۶ـ د مومن په عملنامه کې یو ځل تسبیح زما د سلطنت څخه غوره ده، ځکه چې دنیا خو فاني ده. (حضرت سلیمان ع).
۱۷ـ کور او مال هغه میراث دی چې د پلاره بچي ته پاتې کېږي، مګر عقلمنده ښځه د الله ج لوی نعمت دی. (حصرت سلیمان ع).
۱۸ـ کله چې د انسان عادت او خوی د الله (ج) د لارې مطابق وي، دښمن یې هم ملګری کېږي. (حضرت سلیمان ع).
۱۹ـ هغه چې په شتون کې له لوږي مري، د هغوی لوږه له ناپوهۍ نه ده. (ګل پاچا الفت).
۲۰ـ مور مې ویل: “مینه یوه شپه ده او پښېماني زر شپې، مګر پښېماني کې زر شپې ده، چې ولې مې یوه شپه مینه نه ده کړې.” (ډاکټر علي شریعتي).