تازه؛ افغانستان د آسټرالیا سره په نومبر میاشت کي ټیسټ لوبه ترسره کوي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان کرکیټ ملي لوبډله به د آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلي سره یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کي ترسره کړي.
د افغان کرکیټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا یوازینۍ ټیسټ لوبه د آسټرالیا په کوربتوب په پرت«Perth» کرکیټ لوبغالي کي د نومبر میاشتي له ۲۱مي تر ۲۵مي نېټې ترسره کیږي.
کرکیټ بورډ په خبرپاڼه کي د افغان کرکیټ بورډ اجراییه ریس لطف الله ستانکزي له قوله وايي، چي د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ د یادي ټیسټ لوبي لپاره ډېر لیواله دی.
ښاغلي ستانکزي ویلي، هیله ده، چي د افغان او آسټرالیا لوبډلو ترمنځ د کېدونکي ټیست سیالۍ تر نېټې پوري نړۍ کي د کرونا ویروس ختم شي او یاده لوبه پر ټاکلي وخت ترسره شي.
هغه زیاته کړې:

«د اسټرالیا لوبډله ډېره پیاوړې لوبډله ده، خو زموږ لوبډله به هم دغي سیالۍ ته بشپړ چمتووالي ولري او دغه لوبه به زموږ د لوبډلې لپاره یوه ښه تجربه واوسي.»

له آسټرالیا سره راتلونکې ټیسټ لوبه به د افغان کرکیټ ملي لوبډلي ۵مه رسمي ټېسټ لوبه وي.
افغانستان تر دې مخکي ۴ ټیسټ لوبي له هندوستان، بنګله دېش، ایرلینډ او ویسټ انډيز هیوادونو سره ترسره کړي دي.
افغان کرکیټ ملي لوبډلي په یادو ۴ ټیسټ لوبو کي بنګله دېش او ایرلینډ هیوادونو ته ماتي ورکړې، خو له هندوستان او ویسټ انډیز لوبډلو څخه یې بیا ماته منلې.