راپور: بشر درویش
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون د افغانستان مخکیني ولسمشر ډاکټر نجیب الله قبر ته روغلی او دعا یې ورته کړې ده.
دا نولس کلونو کې د افغانستان د حکومت د چارواکو له لورې دا لومړی کس یادیږي چې دا ډول د ډاکټر نجیب قبر ته ورځي او دعا ورته کوي.
د بي بي سي افغان خبریال، ایمل پسرلي لیکلي:
«ډاکټر نجیب ښه و بد و ورسره کار نه لرم خو یو کمال یې درلود په خپله خبره ولاړ و. اوسني د غویي اتمه لمانځي چې نجیب مو لیرې او د مرګ خولې ته ورکړ او میاشت وروسته یې قبر ته د دعا په پار درېږي. یا زه ګنکس یم یا تګلاره او کړنلاره چارواکي نه لري، چې کومه خبره به وي؟»
لیکوال او د ټولنیزو شبکو مخکښ نجیب ننګیال لیکلي:
«د شهید نجیب قبر ته د ډاکټر محب حاضري په چارواکو کې بې سابقې کار دی. په مجاهد ځپلي او مجاهد نوازه حکومت کې د یوه داسې چا قبر ته ورتګ چې دښمنان یې عملا تر نیم ډېر حکومت په لاس کې لري، قاتلین یې لا هم د زور او وحشت په کش کې دي، بې پیغامه خبره نه ده. د شهید نجیب د قتل پور مونږ ته را له غاړې دی. دې قبر ته ور تګ د همدې عهد تازه کول دي او زمونږ نوي او راتلونکي نسل ته دا ویل دي چې نجیب څوک و؟ چا؟ ولې؟ څرنګ وواژه؟
د محب دې بیا هم کور ودان وي. دلته چې سیاسیون نغواړي د مجاهد زاده ګانو سره یې اړیکې خرابې شي، شخصیت یې متنازعه نشي او د بې طرفۍ په نامه خپل مړتتوب توجیه کړي، هلته د نجیب په څېر د وطنپرستانو د قبر زیارت سیاسي خودکشي بلل کېږي. په دې بیخي کم سیاستوال باور لري چې د مشروعیت، حیثیت اوصلاحیت اصل مرجع ولس دی. دا بیخي نادر فکر دی چې ووایې ملت پوه شه او زما د برخلیک په اړه پرېکړه.»
فضل ربي شینواري لیکلي:
«د هېواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلی ډاکټر حمدالله محب، نن وروسته له غرمې ګردېز ښار کې د پخواني جمهور رییس ډاکټر نجیب الله قبر ته ولاړ او د هغه روح ته یې دعا وکړه. ښاغلی محب لومړنی لوړ پوړی دولتي چارواکی دی، چې د پخواني جمهور رییس قبر ته ځي. والي صیب وویل، نږدې ورځو کې د مقبرې جوړولو چارې پیلوي»
سیف بیژن لیکلي:
«د عامه ذهنيت د غولولو تيوري: له ولسمشر غني نيولې تر بل هر نوموتي پښتون سياستواله پورې پخپلو سياسي تلنلارو کې په پراډکس اخته شوي. د عامه ذهنيت سازۍ لپاره هره نعاره ډنګوي سهار د مجاهدينو ساندې غږوي، ماښام يې خلقی او پرچمی ساز پې نيولی وي. پرون يې عبدالله،عبدالله مصالحې شورا رئيس کړ نن ولسمشر د خپل تازه ګمارلي مامور تر کوره د ارګ حيثيت ځپي او خپل ماموړ ته د لا زيات باج ورکونې سېګنل ورکوي. همداسې د امنيت شورا مشاور هم په ملت باندې د خپلې راتلونکې واکمنۍ خوب ليدلای هره ورځ د ړوند ملت نبض ګوري. پرون د احمدشاه مسعود قبر سرته د وير ساندې وغږولې،د ثور اتم يې ولمانځله نن يي بيا د ډاکټر نجيب د ويجاړ قبر پر تبۍ د سياسي سوداګرۍ نعاره وډنګوله، ځوانان ورته په فېسبوک من، من غوښې اخلي.»
لیکوال او ژورنالیست ارشاد رغاند لیکلي:
«سیاسي جریانونه او سیاسي شخصیتونه باید تفکیک کړو. د مجاهدینو د بریالیتوب پر کلیزې مبارکي ویل د ټولو کیڼ اړخو د دښمنۍ او د یوه کیڼ اړخي رهبر مزار ته ورتګ د ټولو جهادي جریانونو د دښمنۍ مانا نه لري. د دواړو خواوو لاروي دې هم ځوان نسل نه داسې توقع نه ساتي، ځکه هرڅوک د خپل سیاسي تصمیم او قضاوت حق لري. غوره به وي، چې تاریخي مسایلو، هغه هم معاصرو او ناندریزو هغو سره د احساساتي چلند پرځای تر پوره معلوماتو وروسته واقع بینانه چلند ولرو.»
ذاکرالله نظري لیکلي:
«د شهيد داکتر نجيب الله مقبرې ته د حمدالله محِب ورتګ نېک اقدام دى،که د مارشال قسيم فهيم ارامګاه په جوړولو مېليونونه افغانۍ لګښتونه کېږي باېد د داکتر نجيب الله په مقبره هم د هغوي دوه چنده مصارفو لګښت وشي.»
افغان پياوړی لیکوال، شاعر او د هغه وخت چارواکي سلیمان لایق لیکلي:
«حمقان وايي نجيب تباه شو
بې سرانجامه پو او پنا شو
زه وايم خلاص شو له تورې ورکې
چي قرباني شو، وړ د بقا شو
سلیمان لایق
لا ډاکټر
@hmohib
نه ډيره مننه چی د وطن د یو ستر اتل قبر لا ورالو او دوخت دپیشمیانتیا یې سرګنده که!»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل هم د ښاغلي محب دې کار ته په اشاره لیکلي:
«وقتى عدالت از يك كشور رخت بربندد، بالاى گور وطنفروشان و قاتلان مردم اكليل گل گذاشته ميشود؛ تقلبكار، متعصب و قومگرا “مصلحت گر” ميشود؛ كليدى ترين پست هاى سياسى/امنيتى كشور به قيمت خون هزاران جوان، جولانگاه كسب تجربه عناصر مجهول الهويه و بچه هاى “شير و پراته” ميشود! همه زير نام صلح!»
په ټوله کې تر ډیره ښکاري چې پر ټولنیزو رسنیو د ښاغلي محب دې کار ته مثبت غبرګون ښودل شوي دي.
خو یو شمیر خلکو له دې امله پر نوموړي نیوکه کړې چې میاشت وړاندې یې د ثور اتمې په موخه د نمانځنې په موخه پيغام خپور کړی و او اوس د نجیب قبر ته ورغلی چې دا کار نامناسب بلل شوی.
ډاکټر نجیب د طالبانو کابل ته د لومړي راتګ پرمهال په کابل کې له خپل ورور سره په دار وځړول شو چې اوس یې ځیني خلک دا کار د پاکستان په اشاره بولي او هغه د یوه پر وطن مئین مشر په حیث پيژني، ویډیوګانې او خبرې اوري.
ستاسې غبرګون څه دی؟