راپور: بشر درویش
هلمند چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنی او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې کړندي شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، په هلمند کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسیدلى او دلته د شته سلګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوي دي.
۷ سلنه زیاتوالی
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي، چې د زرګونه کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیات شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس وایي:
«دې ولایت کې به سږ کال ۲۴.۵ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۷.۵ مټریک ټنه شات تولید شوې وه.»
د اقتصادي ستونزو هواری
په دې وروستیو کلونو کې په هلمند کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي:
«د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.»
د هلمند په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.
کرنې وزارت وايي، په هلمند کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د شاتو مچیو د روزنې له فارم لرونکو سره مرستې او همکارۍ کیږي. د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.
افغانستان او شاتو مچیو ساتنه
د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی. افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.