ټول مسلمانان دوه لویې د خوښيۍ میله لري، چې هغه یو کوچنی اختر او بل یې هم لوی اختر دی چې په ټوله اسلامي نړۍ کې لمانځل کیږي.
په ټوله کې دا دوه لویې اسلامي خوښۍ په خپل ذات کې هم په یو لړ توپیرونو لري. کوچنی اختر د مبارکې روژې د خلاصیدو سره پیلیږي، خو لوی اختر بیا د حج د مراسمو په ترسره کیدو او قربانۍ سره لمانځل کیږي.
د لوی اختر ښه والی په دې کې وي چې معلوم وي، خو کوچنی اختر د سپوږمۍ یا هم د قمري میاشتې د کموالي او ډیر والي له امله تل نامعلوم وي.
په افغانستان کې د نارامۍ یا هم د وخت په تیریدو سره د نورو ټولنیزو رواجونو له پیکه کیدو، سره سره د اختر په لمانځلو کې هم د پخوا په پرتله توپیر راغلی.
دا چې پخوا به اختر څرنګه لمانځل کیدو او اوس څنګه لمانځل کیږي په دې اړه مو له یو شمیر هیواد والو سره خبرې کړي:
د اختر د شپې نکریزې
نکریزې هغه ښکلی رنګ دی چې په یو شمیر ټولنو کې د مذهبي اړ ترڅنګ د خوښیو په مراسمو کې پیغلې، میرمنې، ماشومان او ځوانان یې په لاسونو، پښو او د ویښتانو د ښکلا لپاره ترې کار اخلي.
۴۷ کلنه شریفه په اوسنیو او پخوانیو اخترونو کې د ډیر توپیر خبره کوي.
هغه وايي:
«زه چې کله ماشومه وم نو د اختر لپاره به مې په ډیر شوق سره څو څو شپې پرلپسې نکریزې کولې، ځکه د کوچني اختر شپه به معلومه نه وه، نو ماشومانو به ځکه دا کار کوو چې د اختر په ورځ یې لاسونه سپین نه وي.»
نوموړې زیاتوي؛ پخوانيو نکریزو هم فرق درلود، یعنې اوس چې کوم نکریزو (توپ) دي دا نه وو:
«موږ چې به د اختر لپاره نکریزې کولې، نو مور به په کلي کې یوې پیغلې ته ولیږلو چې راته نکریزې وکړي، بله دا چې هغه وخت په لاسونو مو چې نکریزې کیښودې، نو سبا ته به مو لاسونه تر ۱۱ بجو پورې ګونځې یا بډۍ وې.»
شریفه وايي په اوس وخت کې ماشومان یا پیغلې دومره د نکریزو لیواله نه دي، ځکه دوی چې هر وخت وغواړي په یو ساعت کې لاسونه سره کولای شي.
د اختر لپاره سینګار او د ویښتانو جوړول
سینګار د پیغلو د خوښې کار دی، چې په ډیره اعلاقه سره یې کوي، سینګار په دوو وختونو کې میرمنې په خوښۍ سره کوي، یو هم په ودونو کې بل هم په اخترونو کې. خو ماشومان هم غواړي چې د مشرانو په څیر سینګار وکړي او ښکلي معلوم شي.
تورپیکۍ چې شاوخوا ۶۳ کله عمر لري، وايي:
« ما له ۸، ۹ کلو تر ۱۶، ۱۷ کلو پورې هر اختر کې مې د سر ویښتان یوه ورځ مخکې بیګوتي کول حتا داسې وخت هم راغلی په کوچني اختر کې چې دوه شپې او روځې په بیګوتي سره ګرځیدم، ځکه چا به چې وویل سبا اختر دی زه به وخت په کلي کې یوه پیغلې یا هم مشرې خور ته لاړم چې ویښتان مې تاو کړي، نو کله به چې سبا ته اختر نه وو بیا مې تر بل سبا پریښودل، دوه شپې به مو په سر درد هم وو خو بیا هم موږ احتر ته به دمره خوشاله وو، چې دا درد به مو کم احساس کوو.»
تورپیکۍ زیاتوي، د اختر په ورځ به مو د وخت ساده سینګار چې دنداسه، رانجه، نکریزې کولې په پیغلو کې به چې کومه پیسه داره وه هغې به ځان ته بنګړي، لپسیرین هم واخیستل، بیا به د کلي نجونې ورته تلې، چې د یوځل لپاره ورته لپسیرین ورکړي. نوموړی وايي ښارونو سره سره په کلیوالي اخترونو کې هم هغه پخوانی خوند نه شته، تورپیکۍ وايي خو بیا هم ښه ده چې په اختر کې له خپلوانو سره ګورو.
د اختر جامې
تاسو به د عبدالباري جهاني دا بیت اوریدلی وي؛
راته جوړې د اختر جامې که مورې چې د کلي مې همزولي راته ګوري
له دې نه به درته دا معلومه شوي وي، چې د اختر جامي ځانګړی خوند او سیالي ده.
حاجي شکور د اختر د جامو یا کالیو په اړه یاران ته وویل، ډیر خلکو ته به دا معلومه وي چې په ماشومتوب او په تیره، اختر کې د جامو لپاره څومره حوښي چې وي هغه بیا په ځواني او زړښت کې نه وي.
دی وايي:
«پخوا به خلکو کالي په اخترونو کې یا یو نیم واده کې وکړ، خو کله چې د اختر لپاره جامې به چا کړې وې نو د هغه اختر په څو چنده زیات خوندور و.»
حاجي شکور وايي اوس وخت کې کال کې لږ تر لږه درې څلور ځلې هر ماشوم او ځوان جامې جوړوي، دې ته په کتو هغه لیوالتیا چې پخوا د اختر په شپه به د کالیو لپاره وه، یا هم ماشومانو، ځوانانو او پیغلو خپلې جامې د اختر په ورځ به خپلو همزولو ته په شوق ښودل اوس نشته.
د اختر مبارکي
په اخترونو کې د ځانګړو خوړو او میوو ترڅنګ خلک دې ته هم خوشاله وي چې خپل خپلوان او دوستان سره ګوري، چې دا یو ښه فرصت یا ښه وخت دی چې د خپلوانو له حال نه ځان خبر کړي.
۵۶ کلن لطیف خان هم د پخوانیو او اوسنیو اخترنو توپیر په اړه داسې وايي:
«پخوا موټر، پسته، بادام او داسې نور د اوسني وخت امکان نه ول، خو د خلکو په زړونو کې مینه او احترام ډیر وو، خلک به ډیر لرې، لرې ځایونو ته پیاده د اختر مبارکي لپاره خپلوانو کره تلل.»
لطیف خان وايي اوس چې موبایل، فیسبوک دی یو شمیر خلک د چا دروازه هم نه ټکوي یوازې یو مسج او یا په زنګ د اختر مبارکي کوي.
یادونه: تاسو هم کولای شي د اختر په اړه مو خپلې خاطرې په کمنت کې ولیکئ.
ښه اختر ولرئ.