بامیان کې یو زر او ۵۷۴ بزګرانو ته د کرنیزو پورونو ویش پيل شو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

راپور: بشر درویش
د بامیانو لایت بزګرانو لپاره د پور ورکولو پروګرام، ددې ولایت والي، سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او ددې ولایت د کوپراټیفونو په شتون کې پیل شو.
د بامیانو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدي وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق له خوا ددې برنامې له لارې په ټولیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوې ده، چې ددې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د کچالو تولیدوونکو ټولنو د یو زر او ۵۷۴ بزګرانو په واک کې ورکول کیږي، چې د تولید زیاتولو او ښه حاصل په موخه اووه زره او ۳۰۰ جریبه د کچالو کروندې د ملاتړ تر چتر لاندې راولي.
افغان کرنې وزارت وايي، د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د کرنیزو پورونو د وېش موخه د کچالو د تولید زیاتوالی او ښه حاصل په ګوته کړه، ترڅو بزګران په بېلابېلو کرنیزو پړاوونو کې، له دغوو پورونو په ګټې اخیستنې سره خپل کرنیز اړتیاوې پوره کړي، چې د دوی د عوایدو د زیاتوالي لامل شي.

بزګرانو سره کار لومړیتوب دی

حکومت ویلي چې د بزګرانو ملاتړ یې لومړیتوب دی

د کرنیزو پورونو د وېش په پیل غونډه کې د بامیانو والي سید انور رحمتي، د کرنې وزارت او د کرنې د پراختیا صندوق څخه د ممني ترڅنګ یاده پروژه د کروندګرو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې مهم او اغېزناک وبلل او وویل:

«د کرنیزو تولیداتو په برخه کې زموږ د ژوند ټول شیان د بزګرانو په کار، هلوځلو، لاسته راوړنې او هنرښودنې پورې مستقیمه اړیکه لري او په ټوله کې زموږ ټولنه کرنیز اقتصاد پورې تړې ده او دا د افغانستان د حکومت او د بامیانو د سیمه ییزې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي، چې له بزګرانو سره یوځای کار وکړو، چې ستونزې لږ لږ کم شي او د بزګرانو ملاتړ وشي ترڅو له کرنیزو محصولاتو ګټه پورته کړي.»

د بامیانو والي دغه راز زیاته کړه، چې د بامیانو کچالو ملي او نړوال نوم لري او یاد ولایت په هېواد کې د کچالو د تولید تر ټولو مهم ولایت دی، چې د هېواد د اړتیا وړل څه باندې ۵۰ سلنه کچالو د بامیانو له ولایت څخه په لاس راځي.

بامیان او زراعتي ولایت

بامیان چې د افغانستان مرکزي برخه کې قرار لري، یو له هغو ولایتونو دی چې زراعتي بلل کیږي.
دغه ولایت د امن له پلوه هم ښه دی او خلک یې په ارامه ژوند لري، چې دا امنیت یې هم د خلکو پر ژوند او کار خپل اغیز لرلی شي.
په ۱۳۹۸هـ کال کې په بامیان کې ۳۷۰زره ټنه کچالو تولیدل شوي ول چې له امله یې دغه ولایت کې د کچالو ساتلو لپاره یو شمیر سړې خونې هم جوړې شوې دي.