لیکونکی: فاروق سلهریا
ژباړنه: مهر تاج
مولانا سلام،
هېله ده، ستا له نظره هم دا خبر تیر شوی وي، چې د سه شنبې په سهار د لوړ قامت لرونکو حورو غوښتونکو طالبانو د کابل روغتون په زیږنتون برید وکړ؛ دوه کوکو کوکو پرښتې چې عمرونه یې د درې، څلور ساعتونو څخه ډېر نه ول د مرمیو ښکار شوي، د نوزیږ ماشومانو په سرو وینو هولي (اختر) د دوی د میندو د سترګو په وړاندې لمانځل کېده.
مولانا صیب! خبرونو کې د دې یادونه ونشوه، چې دې زیږنتون د زرګونو کورنیو په زړونو کې موقعیت درلوده.
مولانا صیب! موږ اورېدلي، چې طالبان هم ستا د مدرسو روزل شوي ستا همفکره دي. موږ دا هم اورېدلي، چې تۀ ډېر پُراثره وینا کوونکی یې، چې ستا وعظ اوریدونکي لوی لوی جوارګران له جوارګرۍ او کرکټ څخه توبه کوونکي په چیلي (څلویښت ورځو تبلیغ) وځي، او ماډلنګ کوونکي نجونه حجابونه (پرده) کوي.
له تاسو هېله کوم، چې کومه ورځ په کوم ویډویي کلیپ کې دې خپل کاروان ته د افغان وروڼو لپاره هم لږ د پند و نصیحت خبرې وکړه، دوی ته صرف همدومره ووایه چې په زیږنتون، جنازو، روغتونونو، جماتونو او هدېرو برېدونه مه کوئ!
مولانا صیب! آیا ته پوهېږي، چې د سه شنبې په ورځ چې په کوم روغتون برید شوی هغه، هغه اروپایي ډاکټرانو جوړ کړی، چاته چې موږ اهل ایمان کافران وایو او فکر کوو.
کابل کې په تیر شلو کالونو کې سعودي عرب، ایران او خلیجي هیوادونو لویي لویي مدرسې ضرور جوړي کړي دي، خو د ماشومانو روغتون یا اروپا او یا هم د جاپان کافرانو جوړ کړی دی او یا هم د هند هندوانو.
مولانا صیب! ښایي یوه وجه یې دا هم وي، چې دا خلک (افغانان) دومره کرکه د هغه امریکایانو څخه نه کوي، چا چې یې هېواد باندې قبضه کړې ده، لکه څومره کرکه چې د خپلو دوه مسلمانو ګاونډیو څخه کوي.
هو ریښتیا، تر روغتون جوړولو رایاده شوه؛
مولانا صیب!! ما اورېدلي، چې ډېر لوی لوی میلیونران او بیلیونران ستا په جماعت/ ډله کې شامل دي، دوی ته ووایه کنه، چې په کابل کې یو روغتون جوړ کړي، کیدای شي د تبلیغیانو وروڼو په پیسو جوړ شوي روغتون باندې طالبان برید ونه کړي، زموږ د خوړلو لپاره لږ تر لږه دا نړیواله ناروغي بسنه کوي.
مولانا صیب! د لیک د لیکلو مقصد مې دا هم دی، چې له تاسره مې په یو دوه شرعي مسئلو ځان پوهولو:
یوۀ دا چې، ايا د نوزیږ ماشومانو په وژلو هم؛ مجاهدین هماغسې لوړ قامت لرونکي حورې تر لاسه کولي شي، لکه څومره چې په اوږه تبلیغ پسې وتلو کې ترلاسه کوي؟
او مولانا صیب، دویم مې پدې هم ځان پوهاوه، د سه شنبې په ورځ چې کوم څه زموږ په ښار کې ترسره شول، ایا د دومره ستر بربریت نه وروسته به کوم بل لوی عذاب هم په موږ واجب وي او که نه؟
مولانا صیب! په اخره کې یوۀ شخصي غوښتنه لرم، ستا د اسلام اباد په ټولو ادارو حکمرانې چلېږي، لږ د دې ادارو غړو ته هم نصیحت وکړه او دوی پوه کړه چې بس دی نور ډېره شوه، که د جعل و تزویر لپاره د نوزیږ ماشومانو وینه تویول وي، نو له دا رنګه تزویراتو ته تزویرانه ویل کېږي، بلکې نهایت سپک او لویدل تزویر ویل کېږي.
ستا راتلونکي ویډو کلیپ ته به سترګې په لار یوو، چې پکې په لړزانده لړزانده غږ طالبانو ته منتونه کوي، چې د جنت ګټلو لپاره مخ په امریکایي هډو شئ، نه د نوزیږ ماشومانو په زیږنتون او جنازو…
وسلام
یو افغان