ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
الله متعال ج مطلق نیاومن دی. نه په دنیا او نه په اخرت کې ظلم زیاتی ترې کېږي. که د ژوند پر ځينو ښکارندو غور وشي، لکه پر سېلاب، زلزلې، تالنده، اسماني بلاوو، داړونکي ژوو (په اوبه او په وچه کې)، ناقص الخلقه یا معیوبو ماشومانو، د انسانانو په طبیعت او خوی کې بدلون ته، د ښځې او نارینه توپیر او د نړۍ د ټولو موجوداتو ترمنځ شته توپیرونو ته سوچ وشي، نو زموږ پام دې ته اړوي چې دا هر څه یوازې خدای ج پورې اړوند دي.
دا شرونه نه دي، ځکه له مطلق خیر نه شر نه جګېږي. هغه چې موږ یې شر ګڼو د خدای ج په فعلونو پورې اړه نه لري، د انسان هغې خپلواکۍ پورې تړاو لري چې په هغې کې خپلې غوښتنې رښتیا کوي.
همدا انسان دی چې داسې شرایط رامنځته کوي چې په خپلې ټاکنې سره د خلق شوي اعتدال نظم بدلوي.
د انسانانو ظلمونه په درې ډوله دي
۱- پرخدای ظلم: الله متعال باید داسې وپېژنو څنګه چې دی، نه هغسې چې نه دی. د الله ج په صفتونو او قدرتونو کې چې یو هم کم وګڼل شي، پر خدای ج ظلم کول دي، ځکه د الله ج درک کول او پېژندل بیا سختېږي. په خدای ج پسې دروغ ویل، شرک پیدا کول، نه باور، د اولادونو منسوبول… دا ټول د الله ج پر وړاندې ظلم دی.
خدای ج هېڅکله شرک نه بښي او هغه چا چې دا کارونه کړي وي، ستره ګناه او تېروتنه یې کړې.
۲- پر بنده ظلم زیاتی: الله ج بنده ګانو ته ټاکلي حقونه ورکړي. مالومداره ده چې د ده حق خوړل ظلم او زیاتی دی. سر، مال او پت/ عزت د انسان درې شخصي حریمونه دي، پر دغو دریو واړو تعرض او تېری کبیره ګناه او د خدای د امرونو او حقونو بابېزه ګڼل دي.
د انسان هر ډول ځورونه، وژنه، وهل/ ټکول او ټپي کول منعه دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: “هغه کس چې څوک پر مخ په څپېړه ووهي، خدای ج به يې د قیامت پر ورځ هډونه سره جلا کړي.”
غلا، د حقونو تر پښو لاندې کول، د مال غضبول او د وټهییز (اقتصادي) امنیت او سوکالۍ له منځه وړل حرام دي.
غیبت، کرکه، رخه، جنسي فساد، سپکاوی، ځورونه، دروغ، غضب، عیب پلټنه، افشا کول… ناروا دي.
۳- پر ځان ظلم: د انسان ارواه، جسم او ټول غړي پر ده ځينې حقونه لري، که تېری پرې وشي او ویې نه ساتي، پر ځان ظلم کوي، که ویې ساتي عدل دی. هر څه اعتدال لري او کمی زیاتی پکې افراط او تفریط دی. د وجود غړي په داسې لاره یا چارو کې کارول چې وړ یې نه وي او د هغه کار لپاره نه وي پیدا شوي، نو تېری دی، لکه په ژبه ګناه، په سترګو خراب شی لیدل، په غوږنو ناوړه اورېدل، په ناجایزه کار پسې د لاس/ پښې کارول، خېټه له حرامو څښاکو او خوړو ډکول، تناسلي غړي د فحشا لپاره کارول، دا هر څه د غړو وژل او حرام دي. ځانوژنه چې حرامه ده، غړي وژل هم حرام دي. غوړه مالي، غوسه، غضب، کبر… تېروتنې دي.
د تناسلي غړو حق دا دی چې سترګې له محرمو راونغاړئ او ځان له حرامو وساتئ. همداسې د نورو غړو ساتل هم اړین دي.
هېره دې نه وي چې دا درې واړه ظلمونه یو د بل لپاره لاره هوارولی شي. که خدای هېر شي، بنده هېرېږي او چې دا دواړه هېر شي خپله په ګناهونو کې ډوبېږي او برعکس هم. الله متعال ج رحیم دی باور لرو، خو قهار هم دی. هېڅ تېری بېځوابه نه پاتې کېږي. الله متعال ج لیدونکی او اورېدونکی دی.