جګړه ځپلي ارزګان کې پر کروندګرو د سبو تخمونو ویشل پيل شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د « ANCC» همکارې موسسې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي لګښت د ارزګان پر څلور زره بزګرانو کرنیزې بستې او د حبوباتو او سبوتخمونه او کیمیاوي سره وېشي.
افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی دی.
د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري وایي:

«پر دغو بزګرانو د اته قلمه سبو د تخمونو لړۍ وړمه ورځ پیل شو، چې په کې د پيازو، بنډۍ، توربانجان، رومي بانجان، سره ملی، ګشنیز او ماروکدو شامل دي.»

د کرنې وزارت ویلي چې د سبو او حبوباتو د تخمونو او کیمیاوي سرو له وېشلو څخه موخه د اصلاح شویو ورایټیو رواجول، د نویو کرنیزو لاروچارو معرفي، د مالدارۍ او کرنې په برخه کې د نوي ټکنالوژۍ کارونه، د څاریو لپاره د باکیفیته خوراکي توکو چمتو کول او د مالدارانو او بزګرانو د عوایدو د کچې لوړول ښودل شوي دي.

تخمونه – ارزګان

نا امنه ارزګان او کرنه یې

ارزګان د افغانستان جنوب لوري ته پرون ولایت دی چې اکثره وخت د سختو جګړو شاهد وي.
دې جګړو او تاوتریخوالي د خلکو پر نور ژوند سربیره کروندو باندې هم بد اغیز کړی دی.
ډیر کله د ارزګان کروندګر له دې امله شکایت کوي چې طالبان ددوی پر کروندو کله اوبه بندوي او کله یې د جګړو په ترڅ کې کروندې سخت زیان ویني.
همداراز په بیلابیلو وختونو کې پر حکومت نیوکه شوې په کافي اندازه د بزګرانو لاسنیوی نه کیږي، معیاري سیستم نه ورته برابریږي او ان ورځ تر بلې د اوبو سطحه ټيټیږي چې دا ټول د حکومت دندې دي او باید پام ورته وکړي.