د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هېواد ته د بریاوو سره راستنه شوه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبډله څو ورځې وړاندې د یو شمیر سیالیو د ترسره کیدو په موخه د هندوستان چندي ګړ ته تللې وه، چې د لوبو په لړۍ کې یې هندۍ لوبډله د ماتو سره مخامخ کړه او پرون بېرته هېواد ته راستنه شوه، چې د تشویق په موخه یې د کرکټ بورډ یوه ډلګۍ هرکلي ته ورغلې وه.

 د دواړو معلولیت لرونکو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه ۲۰ اوریزه او یوه درې ورځیني سیالي پلان شوې وې، چې افغان لوبډلې په ۲۰ اوریزه لوبو کې د بریا خپلولو وروسته په ۳ ورځینۍ لوبه کې هم هم سیالې هندۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د معلولینو د کرکټ ملي لوبډلې ته یې د هندۍ معلولې لوبډلې پر وړاندې د سیالیو د ترسره کیدو څخه مخکې په کابل کې یو تمریناتي کیمپ پیل کړی و، چې ترې یې پیاوړي لوبغاړي د هندوستان سفر لپاره غوره کړي وو.

د معلوماتو له مخې دا د کرکټ په تاریخ کې لمړی ځل و، چې د معلولینو د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ درې ورځنۍ لوبه د شپې لخوا د لایټونو په رڼا کې ترسره شوه.

څه موده وړاندې په کابل کې د معلولینو د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د افغانستان کرکټ بورډ سره د دوي پر وړاندې د ناسم چلند له کبله پریکون کړی و، خو په وروستیو کې ورسره بیرته یو شمیر لوبغاړي یو ځای شول.

 د یادونې وړ ده، چې د کرکټ معلولینو ملي لوبډلې له دې وړاندې هم په یو سیریز کې هندۍ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او هم یې د هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او انګلستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبدلو سره سیالۍ ترسره کړې دي.