
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړی شفیق الله شفق وایي کرکیټ بورډ یې په حق کي ناحقه پرېکړه کړې او دی په دې پرېکړه سخت خواشینی دئ.
شفق تېره شپه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خبرو کي وویل، چي ولسمشر په کرکیټ بورډ کي داسي کسان ګمارلي چي نه له څه څخه خبر دي او نه هم په څه پوهیږي.
هغه وایي هر کله چي مي کرکیټ ښه شي او فوم کي راشم نو کرکیټ بورډ راته دسیسه جوړه کړي.
شفیق الله شفق زیاته کړه:
‹‹زه چي کله ښه په فوم کي راشم کرکیټ بورډ راته دسیسه جوړه کړي، کرکیټ بورډ نه ثبوت لري نه څه خو ۶ کاله یې د بند سزا راته واوروله، ولسمشره داسي کسان په کرکیټ بورډ کي کښېنولي چي په هیڅ نه پوهیږي او نه دي خبر، د ملي لوبډلي ټول لوبغاړي مي په سم ډول پېژني، چي ولي به زه دا د بې عزتۍ کار کوم.››
شفیق الله شفق وايی، ۱۲ کاله کیږي نړیوال کرکيټ یې کړی، نو د کرکیټ په ټولو اصولو خبر دئ.
هغه د دې ترڅنګ ویلي، چي د اصولو څخه سرغړونه مي په نړیوالو جامونو کي ولي نه کوله چي اوس یې کوم.
شفق زیاته کړه:
‹‹۱۲ کاله کیږي کرکیټ کوم، ۵ نړیوالو جامونو کي مي ګډون کړی، زه د کرکیټ له ټولو اصولو څخه خبر یم، ما که د اصولو څخه سرغړونه کړې وای نړیوال جامونو کي به مي کولای چي اوس به مي بنګلې لرلای، خو زه اوس جلال آباد کي کرایي کور کي اوسېږم.››
شفیق الله شفق وايي ممکن کرکیټ بورډ راتلونکي کي د ده هغه ویډیو خپره کړې، چي ده پکښي په خپلو جرمنو اعطراف کړی.
خو شفق یې په اړه وایي، چي د جرم منلو ویډیو کرکیټ بورډ ورباندي په زوره کړې او دا یې ورته ویلي، چي دا به دي د افغان کرکیټ بورډ آو آی سي سي سره ښې ګڼه وي.
شفق د خپلو خبرو په وروستیو کي له افغان ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چي په حق کي یې د ظلم کولو قضیه وڅېړي.
شفیق الله شفق وروسته له هغه پر افغان کرکیټ بورډ او ډیسپلین کمېټې توندي نیوکي کوي، چي ۴ ورځي مخکي یې ورباندي ۶ کاله د هر ډول کرکیټ څخه بندیز ولګاوه.
همدې موخه کرکیټ بورډ خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، شفیق الله شفق د کرکیټ بورډ د اصولو څخه سرغړونه کړې او ۶ کاله به د هر ډول کرکیټ څخه بند وي.
بورډ لیکلي، چي شفیق الله شفق د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو او د بنګله دېش غوره لیګ د ۲۰۱۹م په لوبو کي د جوړجاړي منلو سرغړوني کړي دي.