- لیکنه : نقیبالله مشفق، د ملي دفاع پوهنتون استاد
- خپرونکي : هشت صبح ورځپاڼه
- ژباړه: شپنه سلګۍ
د هېواد تر ټولو خبر جوړونکی جنرال د مارشالۍ د ترلاسه کولو همیشني خوب ته د رسیدو په درشل کې دی.
د ګډ حکومت طرحه چې ، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې لخوا رسنیو ته لیک شوې ، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو ژمنه کوي.
جنرال عبدالرشید دوستم چې د هیواد یو له مشهورو سیاسي او نظامي شخصیتونو څخه دی ، په ملي او نړیواله کچه پیژندل شوی ، او په سیاسي تعاملاتو کې د هغه او د هغه د ګوند سیاسي وزن څخه انکار نه شي کیدلی. په تیرو 20 کلونو کې د یموکراتیکو پروسو په جوړجاړیو او سیالیو کې د هغه شتون ، په ځانګړي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو په دریو پړاوونو کې ، ټاکونکی و . هغه د پاچا – جوړونکي لقب ترلاسه کړ.
پدې مقاله کې هڅه کیږي چې په لومړی ګام کې د مارشال اصطلاح ، په افغان اردو کې د مارشال مخینه ، د مارشال رتبې علمي او او اکاډمیک تعریف ، د مارشال رتبې ته د رسیدو مرحلې ، په افغانستان کې د مارشال رتبې موقعیت او امتیازونو بحث وشي، او د جنرال دوستم لپاره د مارشالۍ د غوښتلو د ملاتړ څرنګوالی به د هر ډول تعصب او تنګ نظری څخه لرې وڅیړو.
د یادونې وړ ده چې زه د یو تاجک افغان په توګه له جنرال دوستم او د هغه له ګوند او نورو سیاسي ګوندونو سره له نیکه مرغه نه پیژنم او په دفاعي پوهنتون کې د پروفیسور او له جرمني څخه د پوځي علومو فارغ شوی کس په توګه دا مسله څیړم.
۱- د مارشال مخنیه
د مارشال (Marshal) کلمه په انګلیسي کې د ټولنې په بیلابیلو برخو کې په څو رسمي عنوانونو کارول شوې. د مارشال لقب په اروپا کې د منځنيو پیړیو د دربارونو د باوري غړي په توګه شهرت وموند. په تیرو څو پیړیو کې ، دا لقب په پوځي او ملکي برخو کې د لوړو رتبو په شمول د عالي او د قانون د اجرا پوسټونو لپاره وکارول شو.
دا مهال په ډیرو هیوادونو کې د مارشالۍ نظامي رتبه یا فیلد مارشال (Field Marshal) تر ټولو لوړه پوځي رتبه او له څلور ستوري جنرال پورته ده. او د سمندري ځواکونو د اډمیرال یا امیر البحر معادله ده.
۲- د افغانستان په اردو کې د مارشالۍ تاریخچه
په افغان اردو کې د مارشال درجه له ستر جنرال پورته ده . د افغانستان د سیاسي او نظامي تاریخ په اوږدو کې د مارشالۍ رتبه تر دې مهاله یوازې دوه ځلې نظامي کسانو ته ورکړل شوې ده. د لومړي ځل لپاره د محمدزیو د شاهي کورنۍ د واکمنۍ پر مهال مارشال شا ولي خان دې درجې لوړ کړی شو. د دویم ځل لپاره هم ( د پخوانۍ شمالۍ ټلوالې د قومندان ) د احمد شاه مسعود ځای ناستی مارشال محمد قسیم فهیم ته چې د طالبانو د نظام تر ړنګیدو وروسته د دفاع وزیر و، دا رتبه ورکړل شوه.
۳ – مارشال څوک دی؟
د نظامي علومو پر بنسټ او په عمومي توګه مارشال په حقیقت کې پنځه ستوري جنرال دی، او هغه نظامي کس ته ویل کیږي چې د دښمن په وړاندې جګړه کې ځانګړې وړتیا ولري او پیچلي نظامي جوړښتونه په روښانه توګه رهبري کړي. له بلې خوا د متعارفو جګړو فنون یې د خپلو نظامي دکتورینو په توګه رامنځ ته کړي وي. د روحیې له پلوه په زړورتیا، د کړنو په نوښت، ژمنتیا، ځان تیریدنې، ريښتنولی، اخلاص، امانتدارۍ، وفادارۍ، پوهې، تدبیر، لرلید، ځوانمردۍ، هڅو، زغم او قاطیعت کې ځانګړې فردي وړتیا ولري.
خو یو بل لیدلوری هم موجود دی چې مارشال داسې تعریفوي: د ملک ستیز له نظره، مارشال هغه کس دی چې د یو هیواد لپاره برخلیک ټاکونکی جنګ وګټي. په برخلیک ټاکونکي جنګ کې بریا د استعمار له ژغ او یا د استعمار له محاصرې څخه د یو هیواد خلاصون دی. مارشال باید د جنګیدو وړتیا او هنر له لوړ جګړه ایز مورال سره ولري. هغه باید د جګړې ستراتیژیست وي او بریا ترلاسه کړي. مارشال یعنې یو فکر جوړونکی او د یو ملي خوځښت واقعي مبارز چې له تیري څخه د یوې خاورې د ژغورلو سبب شي.
خو کله چې موږ د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د سل متعارفو جنګونو لیکل شوی او نا لیکل شوی تاریخ مطالعه کوو ، نو دې پایلې ته رسییږو چې د مارشالۍ رتبې د اشغال ، استعمار او یرغل څخه د ازادۍ د جنګونو سره وصل کول ډېر عملي نه دي. ځکه داسې لسګونه کسان د مارشالۍ د رتبو لرونکي وو چې اصلا یې د هیواد له پولو بهر جګړو کې ونډه نه درلوده.
۴ – د مارشال درجې ته د رسیدو لپاره ګامونه
له تیوریک پلوه او د پوځي څیړونو او د نظرخاوندانو په باور د مارشالۍ رتبې د رسیدو مراحل داسې خلاصه کیږي:
مارشالۍ ته رسیدل د ټولو هغو پوځي ګامونو څخه تیریدل دي چې د دریېم بریدمن له رتبې پیلیږي او په ستره جنرالۍ ختمیږي. له بلې خوا مارشال باید د خپل نظامي ژوند په اوږدو په تکتیکي، اوپراتیفي او ستراتیژیکو سطحو د پوځي دوکتورین رامنځ ته کول ښودلي وي.
۵- په افغانستان کې د مارشالۍ سیاسي اړخونه
د افغانستان د مارشالانو ژوند ته له یو لنډ نظر وروسته دې پایلې ته رسیږو چې په هیواد کې ددې رتبې ورکولو تر ډیره سیاسي اړخ درلود. که چیرې د مارشالۍ د رتبو په ورکولو کې په دې لیکنه کې ذکر شوي معیارونه په پام کې نیول شوی وی، نظامي بنسټونه چې په اصل کې مسلکي او خرفه جوړښتونه دي، د سیاسي لوبو او واک د معاملو نه ښکار کیدل او دې کار به د خلکو ترمنځ د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځای نور هم ګران او د باور وړ ګرځولی وی او د مارشالۍ د رتبې سیاسي ورکړه به نه رامنځ ته کیده. خو له بده مرغه چې داسې نه ده. ددې څرګندې نمونې موږ د افغانستان په معاصر سیاسي او نظامي تاریح کې په څرګنده لیدلی شو.
۶- په افغانستان کې د مارشالۍ د رتبې د موقیعت او امتیازونو مخینه
د مارشالۍ رتبه په افغانستان کې دې افرادو ته د ځانګړو امتیازونو د ورکړې تاریخ لري. د افغانستان د پخواني پاچا محمد نادرشاه ورور مارشال شاه ولي خان په 1308 هـ ل کال کې د حبیب الله کلکاني په مشرۍ د پاڅون او حکومت له سرکوب او زپلو وروسته د مارشالۍ رتبې او ځانګړو امتیازونو ته ورسیده. د وخت حکومت همدارنګه د کابل د فاتح لقب هم ورکړ.
مارشال محمد قسیم فهیم ته هم د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له خوا د ټول عمر لپاره حقوق او امتیازونه منل شوي وو.
په پایله کې هماسې چې ادعا کوو، مارشال شاه ولي خان په یو کورنۍ جګړه کې د بریا له کبله مارشالي ترلاسه کړه او محمد قسیم فهیم د کورنیو جګړو یو لوبغاړی او د طالبانو په وړاندې یې د وروستۍ جګړې رهبري وکړه، نو منطقي ده چې په دې تاریخي پړاو کې جنرال عبدالرشید دوستم ته هم د یو واحد ملت په توګه د هر ډول قومي، سمتي او ژبنۍ تنګنظرۍ لرې د مارشالۍ د رتبې د ورکړې ملاتړ وکړو.
یادونه: دا لیکنه تر ډیره د لېکوال خپل لیدلوری او نظر بیانوي. موږ یوازې د معلوماتو په خاطر وژباړله. د لیکوال له سپارښتنو سره د ژباړنې یا یاران میډیا توافق ضرور نه دی.