نرسان؛ د وژونکو ناروغیو په وړاندې جګړه کې د لومړۍ کرښې ساتونکي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د مې د ۱۲ مې د نرسانو د نړیوالې ورځې په پار
لیکنه: نسیمه محمدي
هر کال د مې ۱۲مه د نرسانو د کار او زیار څخه د مننې او دوی ته د درنښت په موخه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. د نرسانو نړیواله شورا د ۱۳۰ ټولنو/ انجمنونو څخه جوړه او په نړۍ کې د ۲۰ میلیونه نرسانو استازیتوب کوي.
په روان ۲۰۲۰م کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه چې لاهم په ټوله کړۍ کې نهه میلیونو نورو نرسانو ته اړتیا ده.
سږ کال د نرسانو نړیوال ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په نړۍ کې د کرونا خپرې شوې وبا پر روغتیايي کارکونکو فشار زیات کړی، او دا مهال نرسان ددې وژونکي ویروس په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.
په تېرو څو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې زرګونه نرسان په کرونا اخته شوي او یو ګڼ شمیر یې له دې کبله چې د کرونايي ناروغانو درملنه یې کوله په کرونا د اخته کیدو له کبله مړه شوي هم دي.

نرس څوک دی؟
د نرس کلمه د ساتونکي، پالونکي او غمخور په مانا ده. په لاتین کې نرس د Nutricious څخه اخیستل شوې چې د نورو په پالنه او تغذیه کې رول لري. هر ډول پالنه چې د روغ او ناروغ کس کېږي، نرسنګ نومېږي.
فلورانس نایتنګال((Florence Nightingal د دې برخې مؤسس په ۱۸۶۰م کې وویل، نرس باید ناروغ په طبیعي او تام صلاحیت سره پرېږدي تر څو څه ډول چې غواړي فعالیت وکړي.
ورجینیا هندرس(Virginia Henderson) په ۱۹۶۴م کې د نرسنګ داسې تعریف وړاندې کړ: هر شخص ته د هغوی د فعالیتونو په تر سره کولو کې مرسته چې د نوموړي د روغتیا ترلاسه کولو او یا د سوله‌ییز مرګ سره مرسته وکړي او خپله تجربه او پوهه په هېڅ ډول ونسپموي.
د کاناډا د نرسانو ټولنې( C.N.A) نرسنګ تعریف داسې کوي:
د نرسنګ مسلک د اړتیا پر اساس رامنځته شوی او د ژوند په اوږدو کې یې د انسان د سلامتیا هیله په نظر کې نیول دي. نرسان د روغتیا ساتلو، راګرځولو او د ناروغیو څخه د مخنیوي؛ د دردونو د تسکین لپاره هڅه کوي.
نرسنګ د زیار او ملاتړ مسلک دی، چې د ځانګړو اخلاقي قوانینو پیروي کوي او ریښه یې د ناروغ له مراقبت( عملي کار، زده کړه، مُدیریت او څېړنه) څلور ګونی مفهوم پروت دی.

 
د نرسنګ رامنځته کېدو مخینه
د نوولسمې پېړۍ په نیمايي(۱۸۵۸م) کې «فلورانس نایټینګل» د نرسنګ په نړۍ کې سر راپورته او د نوي نرسنګ بنسټ ډبره کېښوده. د نرسانو په روزلو کې یې لوی انقلاب جوړ کړ. نوموړي د نرسنګ څخه موخه ناروغ ته د هغه د طبیعت سره سم د غوره شرایطو برابرول، چې کولای شي خپلې کړنې ترسره کړي تعریف کړ. نوموړي په ۱۸۶۰م په سنټ توماس روغتون کې د نایټینګل د نرسنګ لومړی کورس/ انسټیټوټ جوړ کړ.
د نرسنګ مشران دا مسلک یوه پوهه او هنر ګڼي. سره له دې؛ د نرسنګ تعریف د وخت په تېرېدو بدلون کړی. د امریکا د نرسانو ټولنې(A. N. A) په ۱۹۹۵م نرسنګ د روغتیا او ناروغۍ په اړه د انسان د پوښتنو تشخیص او درملنه تعریف کړه:
د معیارونو پر بنسټ، بویه د نرسانو شمېر د ډاکټرانو دوه/ درې برابره وي. او یا هم پر هر زرو وګړو، درې نرسان شتون ولري. همدارنګه نړیوال اسټندردونه ښيي، چې د جراحۍ او داخلې په برخه هر ۴ – ۶ ناروغان باید یو نرس ولري.
افغانستان د روغتیا په برخه د ګڼو ستونزو سره مخ هېواد دی، د طبي کدر، وسایلو او روغتونونو د کموالي امله تر ډېره نه دی توانېدلی هېوادوالو ته بشپړ او پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز‌الدين فېروز په وینا، اوس مهال شاوخوا ۱۴ زره نرس/ قابلې کار کوي، خو اصلي اړتیا ۲۰ زرو تنو ده.

د نرسانو دندې

  • د روغتیاپال له اوامرو اطاعت، د ناروغ د حال او اخلاقي اصولو رعایت د نرسنګ له مهمو انظباطي اصولو څخه دي، چې یو نرس یې باید په پام کې ونیسي.
  • ناروغ او کورنۍ څخه يې ملاتړ او پالنه( د غوښتنو او اړتیاوو لېږدول)
  • ناروغ ته د شته ستونزو او نارامیو سره د جوړجاړي زده کړه ورکول
  • د روغتیاپال له لوري د سپارل شویو درملو او خوړنیز رژیم څخه څارنه
  • د ناروغ له روحیاتو ځان خبرول او د ناروغ سره د ګټورو اړیکو جوړول(د ناروغ د روحیې د ښه والي لپاره)
  • د مراقبتونو د طریقو او د ناروغ د بستري کېدو د ورځو د لنډون په اړه څېړنه( نو اړینه ده، یو نرس له ناروغیو او درملو سره بشپړ شناخت ولري او هر وخت یې اپډيت وساتي.)
  • د سپارل شوي شېفت سم مُدیرت( ټولو ناروغانو ته پر وخت رسېدل او د اېمرجنسي ناروغانو په اړه پر وخت او سمه پرېکړه.)

د نرسنګ کاري فرصتونه؛
 

  • په روغتونو او صحي مرکزونو کې د کار کولو زمینه
  • په صنعت کې(د بېلابېلو برخو صنایعو د کارکونکو د روغتیا څخه مراقبت)
  • ورزشي مرکزونه(د روغتیايي ټیم د غړي په حېث)
  • د درملو او د طبي وسایلو وارداتي شرکتونو کې دنده( لکه وېزېټور)
  • که نرس کافي تجربه او اړوندې زده کړې ولري، کولای شي د ټول روغتون مشر/ سرطبیب شي.
  • د خصوصي روغتیايي مرکز تاسیس او جوړول
  • داچې نرسان د روغتیاپال او ناروغ ترمنځ واسطه ده، نو تل د لابراتوار، رادیولوژۍ، درملتون، عملیات خونې او …… سره په تماس کې وي.

د نرسنګۍ محدودیتونه/ معایب

  • زیات کاري فشار او کاري ساعتونه.
  • د بېلابېلو ډولونو ناروغیو او مېکروبونو سره مخ دي.
  • څرنګه چې نرسان نوکریوالي لري، کله کله د اخترونو او رخصتیو په ورځو کې باید کارو وکړي.
  • د خپل شخصي ژوند لپاره ثابت پلان او پروګرام نشي لرلای. خاصتاً هغوی ته چې متأهل دي، لوی خنډ ګڼل کېږي.

نرسنګ په اسلامي فرهنګ کې؛

د اسلامي فرهنګ او قراني تفسیر سره سم، کله چې نرس/ پالونکی د اړمن انسان د حل لپاره خدمت ترسره کولوهڅه کوي، داسې ده لکه د انسان ژوند چې ژغوري. چې په دې کار یې د خدای تعالی د خوښۍ اسباب برابر کړي؛ ځکه هغه نرس چې د ضعیف او ټپي کس ژوند وژغوري او د روغتیا لپاره یې هڅه وکړي، په یقین سره چې بشریت ته یې بې شانه خدمت کړی دی.
په اسلام کې د نرسنګ پیل باید له بي‌بي فاطمې وګڼو. بي بي فاطمې د احد په جګړه کې د خپل پلار ( محمد ص ) غمخواري او پالنه وکړه او د ۱۴ ښځو سره یې د مسلمانانو د ټپیانو خدمت وکړ.
رسول‌الله(ص) په دې اړه فرمايي: هر کس چې د ناروغ د ستونزې د حل لپاره هڅه وکړي، که څه هم حاجت یې پوره او یا هم نه کړي، له ګناهونو داسې پاکېږي لکه له موره نوی زېږېدلی.

د یو مسلکي نرس خصوصیات؛

  • صادق او رښتینی اوسي
  • د صبر او زغم لرونکی اوسي
  • ښه اورېدونکی اوسي(good listener)
  • ښه مراقبت/ پالنه کوونکی اوسي(caring)
  • ښه حساب ورکوونکی(accountable)
  • په خپل مسلک کې ماهر اوسي
  • وفاداره اوسي(faithful)
  • ښه انعکاس کوونکی اوسي(Reflective)
  • پر ځان مسلط اوسي(Self Direction)
  • اعتماد په نفس ولري(Confident)
  • د کار له اجرا وړاندې باید قضاوت ونکړي(Non Judgmental)
  • ښه اداره کوونکی اوسي
  • خوش خویه او ښه لباس پر تن ولري
  • منظم، دقیق او مسؤولیت منونکی اوسي

د مۍ ۱۲مه دې د هېواد او د دې مسلک ټولو مخلصو کارکوونکو ته مبارک وي!

1 Comment

  1. منننه له آغلې نسيمې حجازي او ياران ويب پاڼې، ښکلي او په زړه پورې معلومات و!

Comments are closed.