مجرمینو ته د ولسمشرغني ګواښ: کرونا مو نه شي خلاصولی، نه مو پریږدو !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت ارزونه وکړه.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې د ولسمشر غني په مشرۍ امنیتي غونډې، پرون له غرمې مخکې د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، په پيل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، د زابل او کندهار ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو د اړوندو ولایتونو د امنیتي وضعیت، عملیاتو او راتلونکو پلانونه په اړه خپل راپورونه شریک کړل.
جمهوررئیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو او سرښندنو د قدرداني ترڅنګ مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت لارښوونو سره سم کرونا سره مبارزې او احتیاطي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي.

96577902 2916191325123757 3717051705129435136 o مجرمینو ته د ولسمشرغني ګواښ: کرونا مو نه شي خلاصولی، نه مو پریږدو !
دا ناسته پرون د ویډیو کنفرانس له لارې شوې – ارګ

مجرمینو ته ګواښ

ښاغلي غني مجرمینو ته د ګواښ په ډول ویلي:

«هغوی چې د جرم مرتکب کېږي، کرونا وبا هیڅ وخت د دې لامل نه کېږي چې هغوی به نه تعقیبېږي او نه به نیول کېږي، له مجرمینو سره باید قانوني چلند وشي، په دې برخه کې هیڅ نرمښت نه دی راغلی.»

د هیواد جمهوررئیس یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزو ته د رسیدګي ترڅنګ له هغوی سره له نږدې کار وکړي. د ګمرکونو او لویو لارو د امنیت تامین ته پاملرنه وکړي او همدارنګه په جدي توګه د اخاذیو یعنې زورګويي او باجګریو مخه ونیسي.
له دې وړاندې د ارزګان او دایکندي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزونه هم شوې وه. حکومت وایي له دې کار یې هدف دا دی چې څو د ټول هیواد پر امنیتي وضعیت لا پوه او حاکم اوسي او ستونزو ته یې سمه رسیده ګي وشي.