خبر: صادق طارق
د افغانستان په ۲۸ نورو ولایتونو کې هم د پخې ډوډۍ د ویش لړۍ پيل شوه.
ارګ وايي دا خبره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د رهبرۍ غونډه چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، وشوه.
ارګ ویلي؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په بریالي ډول په کابل، بلخ، ننګرهار، کندز، هرات او کندهار ولایتونو کې زموږ هیوادوالو ته دپخې ډوډۍ د وېش تر بریالي کېدو وروسته یادونه او پرېکړه وشوه چې د ډوډۍ د وېش بهیر دې د هیواد په پاتې ۲۸ ولایتونو کې هم پیل شي.
همداراز د یادو ۲۸ ولایتونو والیانو چې په دې ویډیو کنفرانس کې حضور درلود، خپل وړاندیزونه د حکومت رهبرۍ سره شریک کړل او ټينګار وشو چې د شپږو ولایتونو له تجربو څخه دې چې دپخې ډوډۍ وېش بهیر په کې بریالی و، استفاده وشي.
وړاندې یو شمیر خلکو پر دې پروسې نیوکې کړې وې، خو ځینو خلکو یې له دې امله هرکلی کاوه چې د فساد او غبن ډیره موقعه په کې نه برابریږي.
له دې هر څه سره سره خلکو ټینګار کاوه چې حکومت دې شفافیت ته لا پام وکړي او خلک دې وجداناً ځان سمبال کړي، ځکه هغه خلک چې اړمند دي او اړتیا لري باید هغوی ته دا ډوډۍ ورکړل شي، څو یې ستونزې حل شي، که همداسې ونه شي او له احساسه و انصافه کار وانخیستل شي، نو دا به سخته وي چې دا پروسه دې یو طرفه بریالۍ شي.
باید وویل شي چې دا پروسه هغه وخت پيل شوه چې د کرونا ویروس له امله ښارونه بند او د خلکو کاروبارونه ټکني شول، حکومت وايي په دې ډول سره غواړي له اړمنو خلکو سره مرسته او همکاري وکړي.