ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
په روژه کې موږ سمدستي پرلهپسې څو ساعتونه لوږه او تنده تجربه کوو. دفعتاً د معدې تشېدل او د خوړو نه رسېدل، د معدې دردونه راپاروي. ځينې کسان چې د معدې پر ریفلاکس اخته دي، د معدې له سوځېدو او درده کړېږي. آن کېدی شي ځينې یې له ورځنیو چارو شا ته پاتې شي. د دې ستونزې څو اصلي لاملونه او حللارې شته.
د معده دردۍ لاملونه او حللارې
په تلوار خواړه خوړل: ډېری وخت د دې لپاره چې پېشنیمي ته وخت کم پاتې وي، ځينې کسان پرلهپسې مړۍ تېروي او ډوډۍ په خورا عجله خوري. دا تلوار او عجله په دې وخت کې د دې لامل کېږي چې ټوله ورځ مو معده درد وکړي.
بېحده تاوده خواړه: ډېر سره او ګرم خواړه هم معده په درد کوي. په روژهماتي او پېشنیمي کې ډېر تود قطغ خوړل د معدې خوږ پیدا کوي. سور چای، جوش اوبه او ګازلرونکي څښاک د معدې د درد لامل کېږي.
درانه خواړه: هغه کسان چې په روژهماتي او پېشنیمي کې درانه خواړه چمتو کوي، معده یې منلو ته جوګه نه وي، نو کېدای شي غبرګون وښيي او درد پیل کړي. هڅه وکړئ په دغو دواړو وختونو کې سپک او نرم خواړه تیار کړئ.
تر ډوډۍ خوړلو وروسته ویده کېدل: ځینې کسان د ورځې ستومانه وي چې ماښام روژه ماته کړي، سمدستي هڅه کوي چې څملي. یا هم تر پېشنیمي وروسته ژر بېرته پرېوځي. هڅه دې وشي چې تر پېشنیمي وروسته لږ تر لږه یو ساعت ویښ کېني.
تر اړتیا ډېر خوراک: ځینې کسان چې د ورځې خورا لوږه تېره کړي، نو چې کله روژه ماته شوه، بېحده خوراک کوي او معده پړسوي. تر اړتیا ډېر او بې ضرورته خوراک/ څښاک پر هضمي سیسټم زور اچوي او کمزوری کوي یې. په روژه کې متعادل او متوازن اوسئ چې له هضمي ستونزو بچ شئ.
اوبه نه څښل: زموږ ټولنه ټوله پر چای عادت شوې او اوبو ته دومره پاملرنه نه کوي، خو که چېرې چای کم او اوبه څښل ډېر کړي، ډېره ګټه به ورته وکړي. تر روژهماتي وروسته اته ګیلاسه اوبه څښل، هم د وجود اوبه پوره کوي، هم مو له سردردۍ او معده دردۍ ساتي.
توند خواړه: مرچ، چتني، آچار، سرکه او نور تېزابي خواړه د معدې درد او سوځېدا ډېروي. دا خواړه خوندور دي، خو تر خونده یې تاوان د معدې ناروغانو ته ډېر دی.
روژه په خپل ذات کې د وجود پاکوونکې او د ناروغیو ورکوونکې ده، نو دې ارزښت ته یې په کتو باید په دې میاشت کې هر اړخیزه ګټه وکړو.