لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
ګډ ژوند، کورنۍ، مینه، یووالی، زغم… دا هغه کلمې دي چې موږ ورسره په ټوله کې اشنا یو.
خو موږ د دې ټولو کلمو څخه ناسمه ګټه اخلو. ځکه په کورنۍ یا ګډ ژوند کې مینه، مرسته، یووالی وي، خو په موږ کې په ډېره لږه کچه که دا هر څه وي.
له پخوا څخه د دود دستور، رسم او رواج، د پښتو تر نامه لاندې، د جنسیت تبعیض، او یا هم په افغانستان کې د اوسېدو په جرم زموږ هره دعوا، خو موږ اصلاً له دغو ټولو څخه ناسمه استفاده کوو، په داسې حال چې په اسلام کې هم هر څه واضح راغلي، خو موږ نه غواړو چې ځان پوه کړو او نه هم عمل کوو.
په اسلام کې هم راغلي چې موږ باید په هر حالت کې یو له بل سره مرسته وکړو، له خپلې کورنۍ او خپلې مېرمنې سره.
په حدیث شریف کې چې ترمذي او ابن حبان د ابو هریره رض څخه روایت کړي دي، راغلي؛ د اسلام ستر پیغمبر (ص) فرمایلي دي: “د ایمان له پلوه بشپړ مؤمنان هغه دي، چې د ډېرو ښو اخلاقو خاوندان وي، او ستاسو غوره کسان هغه دي، چې له خپلو مېرمنو سره ښه چلند کوي.”
او همدا راز په بل حدیث شریف کې رسول الله ص فرمایي:
“په تاسو کې ډېر ښه هغه کسان دي چې له خپل اهل، یعنې مېرمنو سره ښه تعامل ولري، او زه د خپلې کورنۍ په رابطه، تر تاسو ټولو ښه یم.”
د موضوع د لا ښه بیانولو لپاره یو بل دلیل هم راوړم.
عایشه صدیقه رض فرمایي: “ما هېڅکله د خدای د رسول الله (ص) ونه لید چې خادم او یا ښځه یې وهلې وي، او یا هم وهلو لپاره یې کوم شي ته لاس ور وړی وي، مګر د خدای په لاره کې جهاد کړی دی.”
د پورتنیو دلایلو په لوستلو سره، ځینې پوښتنې منځته راځي.
ـ ایا زموږ پښتو، زموږ رسم او رواجونه د اسلام سره مطابقت لري؟
ـ ایا موږ اسلامي او دیني زدهکړو ته په رښتیا سره غوږ نیولی دی؟
ـ ایا په رښتیا مو اسلام منلی؟
ـ ایا موږ په رښتیا د پیغمبر (ص) په لاره روان یو؟
ـ ایا موږ رښتني مؤمنان یو؟
که زموږ ځوابونه «هو» وي، خو ښه او که «نه» وي، نو باید ځان ته بدلون ورکړو.
د مطلب په دوام کې زموږ پښتو کې (خان عبدالغفار خان) د پښتو او پښتونولي، لوی غورځنګ، او د پښتو د نوم لوی خدمتګار داسې وایي “خدای خو نر او ښځه د دنیا د ابادۍ دوه ملګري پیدا کړي دي او د بشریت د ګاډۍ دوې پایې دي، دا ګاډۍ په یوه پایه نشي چلېدای…”
د دې ټولو دلایلو سره څرګندېږي، چې زموږ پښتو او زموږ رسم او رواجونه له اسلام څخه بېل نه دي!
د اسلام اتلانو، د علم اتلانو، د پښتنو اتلانو، ادبي او رزمي اتلانو او په ټوله کې د بریالي ژوند اتلانو هېڅ یو یې په خپل ګډ ژوند کې تاوتریخوالی نه دی غوره کړئ، او نه یې نورو ته ویلي چې دا وکړئ، بلکې د هغوی ټول زیار د یوې کلمې اثبات، تداوم او پلي کول وو، هغه هم د انسانیت او ګډ ژوند د مینې او د یو بل منلو پیغام دی، چې په دې برخه کې د روژې په مبارکه میاشت کې یو بل ته مینه او منل نور هم رنګ او بوی اخلي.
چې زیاتره پورتني دلایل کورنۍ دې ته اړ باسي، چې د مبارکې میاشتې ورځني کارونه یوازې د ښځینه په اوږو کېنښودل شي، خو د کورنۍ د نارینهوو ذهنیت په دې ډول تربیت شوی چې هر کار به کور کې ښځې کوي؛ دوی به یې یوازې په تیاره خوري او هېڅ دې ته پام نه کوي چې یوازې د دوی نه، بلکې د ښځو یې هم روژه وي.
په احادیثو کې ثابت دي چې رسول الله (ص) تر خپلې وسې د کور په کارونو کې مرسته کوله.
نعوذبالله، رسول الله ص نه مېړانه او نارینتوب په چا کې نشته، او نه هم اسلام له هغه نه ښه چا ته یاد دی!
اسلام غوره خویونه، غوره قوانین، (هر اړخیز قوانین)، غوره سلوک تر ټولو ادیانو افضل موږ ته بیان کړي دي.
خو ګوا کې چې د عمل جامه یې اغوستې وي!
نو نه یوازې په دې مبارکه میاشت کې، بلکې د ژوند تر پایه باید یو له بل سره مرسته وکړو او یو روح دوه جسمه اوسو خپل ژوند په مینه، یووالي، صمیمیت، درناوي او یو بل ته په عزت ورکولو تېر کړو.
هر کار اوږه په اوږه باید ترسره شي، ځکه کورنۍ د محبت، درناوي، یووالي، همکارۍ بنسټ دی. نه د بېلولو او فردي مسولیتونو!
د کور د مسولیتونو هاخوا، د ګډ ژوند ملګری باید د موخو، هیلو، غوښتنو، خوشحالیو، خپګان، ایمان، اخلاق، تهذیب، علم او د هر بل څه ګډوونکي وي. کله چې په ګډ ژوند کې دا هر څه شریک شي، د کور نور غړي هم سالمه منځته راځي او د یوه خواږ ژوند بنسټ به وي.