لیکنه: نسیمه محمدي
د سره صلیب نړیواله کمېټه(International Committee of the red Cross) یو نا دولتي بشر دوستانه، سازمان/ ټولنه ده. اصلي مقر یې د سويس هېواد په جینوا ښار کې دی. په لومړیو وختونو کې یې یوازې د جنګي ټپیانو سره مرسته کوله، خو وروسته د بشر هر ډول درد ته درمان شو. نېږدې په ټولو هېوادونو کې د سره صلیب سازمان شته او له هر ډول توکم پالنې پرته بې پناه وګړو ته، د سولې او جنګ په دوران کې خدمت کوي.
تاسیس یې؛
د دې ادارې تاسیس د ایټالیا د کورنۍ جګړۍ وروسته د یو ایټالیاوي، بانکدار (هانري دونانت) له لوري مطرح شو. هانري په ۲۴مه د ۱۸۵۹م د څاه کیندنې د جواز ترلاسه کولو په پار د ایټالیا په شمال کې لومباردي ښار ته لاړ. دا ښار دا وخت سلفورینو (د ایټالیا په شمال کې سیمه) د اتریش او فرانسې ترمنځ د جګړې مرکزي ټکی وو. په زرګونه ټپي ښځې او نارینه د مرستې پرته په سختۍ او عذاب کې مړه کېدل. دې زړه بوږنونکې صحنې د هانري پر فکر او سوچ اغېز وکړ، نو د جګړې د دواړو غاړو د ټپیانو په درملنه یې پیل او د ډېری خلکو ژوند یې وژغوره.
په کال ۱۸۶۲م کې د سلفورینو د خاطرې په نوم کتاب ولیکو، او په کې یې د نړۍ له خلکو د مرستندویه ټولنو د جوړولو غوښتنه وکړه. د جګړې له زخمي وګړو، چې هېڅ ډول کار نشي تر سره کولی، د هر انسان دنده وه. همدارنګه مرستندویه ټولنې کاروونکي باید له هر ډول زیان په امن کې وي. دې غوښتنو پر خلکو تاثیر وکړ او په ۱۸۶۴م په جینوا کې نړیوال کانفرانس دایر او شپاړسو هېوادو سور صلیب تاييد کړ.
د سره صلیب کمېټه له درېیو برخو جوړه ده؛
۱: لومړۍ برخه د سره صلیب نړیواله کمېټه ده، چې د سویس له ۲۵ خپلواکو ښارونو جوړ او اصلي مرکز یې په جینوا کې دی.
۲: دویمه برخه د سره صلیب ټولنې.
۳: درېیمه برخه د سره صلیب ملي کمېټو برخه.
د نړیوالې کمېټې برخه یې د جګړې په حال کې هېوادونو ترمنځ د منځګړي په توګه کار کوي. د جنګ له بندیانو او د خپلوانو سره یې اړیکې ټینګوي. سربېره پر دې د سیلاب، قحطۍ، وبایي ناروغیو او طوفان ځپلو سره مرسته کوي.
د سره صلیب نښې؛
په لنډه توګه که ووایو، په مسلمانو هېوادونو کې د هلال او په نا مسلمان هېوادونو کې د صلیب د نښې سره ښودل کېږي، چې رنګونه یې سره دي او له همدې امله ورته هلال احمر ( سره میاشت) او Red Cross (سور صلیب) وايي.
دا سازمان د ټول بشریت ملاتړی دی او په لاندې ډول خدمات وړاندې کوي:
- لومړنۍ مرستې
- د پېښو له واقع کېدو مخنیوی
- د څښاک د پاکو اوبو برابرول
- د قابله ګانو او نرسانو روزل
- د زېږنتونونو او د کوچنیانو د هوساینې د مرکزونو څخه ساتنه
- د روغتونو جوړول
- د وینې د ورکولو بانکونو جوړول او …..
په افغانستان کې د سره صلیب د کار پیل؛
افغانستان د هغو هېوادون له ډلې دی، چې سور صلیب پکې فعالیت لري.
په افغانستان کې د سره صلیب فعالیتونه د ۱۹۲۹م کې د یو ډله ځوانانو له لوري پیل شوې. دغه سازمان په وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د معاصرو جګړو په دوره کې زیات فعال وو.
دا کمېټه د دېرشو پرله پسې کلونو راهیسې، په افغانستان کې حضور لري او په پراخه کچه بشر دوستانه مرستې د جګړي زیانمنو وګړو ته رسوي. له قربانیانو دفاع کوي او زیاتره سیمو کې فزيکي شتون لري. يه وروستیو کلونو کې یې اووه د اورتوپيدۍ مرکزونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جوړ کړي دي.
یو دفتر د کابل په درېو بیلابیلو سیمو کې او نور د هېواد په بېلابېلو برخو کې. په ۲۰۱۷م او ۱۰۱۸م کلونو کې په متواتر ډول د ناپېژنده وسله والو د لوري بریدونو سره مخ او یو شمېر کارکوونکي یې مړه او یا له دندې منع او تښتول شوي.
د مۍ ۸مه، د سره صلیب او هلال احمر/ سره میاشت نړیواله ورځ دې د دې لویې کورنۍ ټولو زیارکښو او خدمت کوونکو مبارک وي.