
د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي پخوانی تېز توپ اچونکی او د غوراوي کمېټې اوسنی غړی دولت احمدزی هغه افغان لوبغاړی وو، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه واخسیتله.
د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د دولت احمدزي د ریکارډ ستاینه کړې.
بورډ د دولت احمدزي په اړه لیکلي:
« د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی او د غوراوي کمېټې اوسنی غړی دولت احمدزی هغه افغان لوبغاړی دی چې په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې يې د افغانستان لپاره لومړنۍ ويکټ ترلاسه کړې چې دغه کارنامه يې د ۲۰۱۰م کال په فبروري مياشت کې د ايرلنډ د نيال اوبراين ويکټې په ترلاسه کولو سره ثبت کړې وه.»
افغان کرکیټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه په ۲۰۱۰م کال کي د ایرلینډ په وړاندي ترسره کړې وه.
د کرکیټ بورډ د معلوماتو له مخي په هغه لوبه کي د افغانستان لپاره لومړۍ ویکیټه پخواني تېز توپ اچونکي او د غوراوي کمېټې اوسني غړي دولت احمدزي اخېستې وه.
هغه لوبه کي لومړی افغان کرکیټ ملي لوبډلي توپوهنه وکړه، چي په ۲۰ آورونو کي یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۱۲۲ منډو هدف ټاکلی وو.
وروسته ایرلینډیانو یاد هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د ۵ ویکیټو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان له هغه راوروسته تر دې دمه ۸۱ نړیوالي شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي له ډلي یې ۵۵ ګټلي، خو ۲۵ یې بیا بایللي دي.
افغان کرکیټ ملي لوبډله د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي پخوا په اووم مقام کي وه، خو تېره اونۍ د لوبو نه درلودلو او نه کولو له امله لسم مقام ته کښته شوه.