راپور: بشر درویش
د ننګرهار ولايت ۴۱۰ شنو خونو څخه د پسرلي موسم د سبزيو حاصلات بازار ته وړاندې شول، چې ور سره د سبزيو په نرخونو کې هم د کموالي سبب شوی دی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې لیکي چې د دې ولایت په اچين، کوټ، روداتو، خوږياڼو، چپرهار، او شېرزادو ولسواليو کې یاد وزارت دا خونې جوړې کړي دي.
په دې کې ۱۸۰ لوی او ۲۳۰ وړې خونې دي چې د پسرلي په موسم کې یې اوس تولید بازار ته وړاندې شو.
د نورو خونو جوړول او اړتیا یې
د کرنې وزارت مسئولين وايي، چې په يادو ولسواليو کې يې د ۲۹۰ سوداګريزو او ۲۳۰ وړو شنو خونو د جوړلو چارې هم د بشپړيدو په حال کې دي، چې په راتلونکې کې به د سبزيجاتو په زياتوالي کې د پام وړ زياتوالی رامنځته شي.
باید یاده شي چې په افغانستان کې د سړو خونو جوړول تازه ګامونه یادیږي، له دې وړاندې ورته د بحرانونو او ناخوالو له امله ورته نه ده شوې.
خو افغان اقتصاد پوهان او بزګران وايي، که چیرته د سړو خونو په جوړولو ډیر کار وشي، دا به په افغانستان کې د ترکاریو او سبزیو په بیو کې د کمښت ترڅنګ د افغان اقتصاد لپاره لویه مرسته هم وي، ځکه په وینا یې دلته پراخې زراعتي دښتې شته، چې یوازې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو سره په هر موسم کې تولید کولی او ان بهرنیو هیوادونو ته یې هم صادرولی شي.
تازه د ننګرهار ولایت په یو شمیر سیمو او لرو پرتو ولسوالیو کې د سړو خونو جوړول ښه پرمخ روان دي او بزګران ځکه ورته خوښ دي چې کولی شي لا ښه حاصل ورکړي او په کور دننه د ښه بازار ترڅنګ یې بیرونیو هیوادونو ته هم ولیږي.