خبر: بشر درویش
د اوبولګولو او طبیعي سرچینومرستیال وايي، کابل کې په کافي اندازه ممیزخونې، زېرمتونونه او سارک سړې خونې جوړیږي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي؛ په هغه غونډه کې، چې د کابل والي، د کابل یوشمېر ولسوالانو، د پراختیایي شوراګانو یوشمېر غړي او بزګرانو په شتون کې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې وه حشمتالله غفوري د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د طرحې او د کرنې وزارت د نوي پروژو په هکله چې کابل لپاره ځانګړې شوي دي خبرې وکړې.
ښاغلي غفوري وویل ټاکل شوې، چې د کابل په هغو سیمو کې چې ډېر انګور تولیدیږي، په کافي اندازه ممیزخونې جوړې شي.
له ضایعاتو مخنیوی
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل:
«کابل کې په کافي اندازه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او سارک سړې خونې جوړیږي، چې ددې طرحې پلي کېدل له ضایعاتو څخه ۵۰ سلنه مخنیوي کوي.»
دغه راز په دې غونډه کې د کابل والي محمدیعقوب حیدري وویل؛ د کرنې له وزارت څخه مننه کوي، چې پر وخت یې تابیاوې ونیولې، دغه طرحه فوقالعاده اغېزې در لودای شي،