محمد نبي یو ځلي بیا له غریبو کورنیو سره مرسته وکړه + انځورونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د خپل خیریه بنسټ له لوري یو ځلي بیا د لسګونه غریبو خلګو سره په کابل او لوګر ولایتونو کي مرسته وکړه.
محمدنبي عیسی خېل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي دا مرسته له هغو اړمنو کسانو سره وشوه، چي د کرنټین له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
95516668 2756598767795243 890755627117182976 n محمد نبي یو ځلي بیا له غریبو کورنیو سره مرسته وکړه + انځورونه
نبي د هیواد پر ټولو شتمنو خلګو هم ږغ کړی، چي د نبي خیریه بنسټ ملاتړ وکړي، تر څو د دې بنسټ له لوري اړمنو کسانو ته بیلابیلي مرستي ورسیږي.
95782064 2756598127795307 8911855623629438976 n محمد نبي یو ځلي بیا له غریبو کورنیو سره مرسته وکړه + انځورونه
د معلوماتو له مخي نبي خیریه بنسټ د کرنټین رامنځته کېدو سره سم د څو میاشتو راهیسي په کابل، کندز، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کي له سلګونه غریبو کورنیو سره مرستي کړي.
95730076 2756598671128586 7538223888644177920 n محمد نبي یو ځلي بیا له غریبو کورنیو سره مرسته وکړه + انځورونه
دې وروستیو کي د محمدنبي عیسی خېل ترڅنګ د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي ګڼ شمېر لوبغاړو هم له غریبو کورنیو سره بیلابیلي مرستي وکړې.
95364616 2756598801128573 7309366783910084608 n محمد نبي یو ځلي بیا له غریبو کورنیو سره مرسته وکړه + انځورونه
د نبي خیریه بنسټ له لوري غریبو وګړو ته د مرستي وېشلو لړۍ: