د ایسلنډ هیواد د وزن پورته کولو تکړه لوبغاړي هافتور بیورنسون ۵۰۱ کیلو ګرام وزن پورته کړ او په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
هافتور بیورنسون، چي د خپل هیواد ایسلنډ او نړۍ په سطحه د وزن پورته کولو سیالۍ ترسره کوي، دا ځلي وتوانېد، چي د انګلستاني لوبغاړي ریکارډ مات کړي او خپله نړیوال ریکارډ جوړ کړي.
د انګلستان هیواد تکړه لوبغاړي ادي هال په ۲۰۱۶م کي ۵۰۰ کیلو ګرام وزن پورته کړی وو، چي نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی وو.
تر هغه وروسته د انګلستاني لوبغاړي ریکارډ ته چا ځان ونه رساوه، خو ۴ کاله وروسته دادئ ایسلنډي لوبغاړي هافتور بیورنسون د ادي هال ریکارډ مات کړ او ۵۰۱ کیلو ګرام وزن یې پورته کړ.
هافتور بیورنسون پر خپل انسټاګرام هغه ویډیو خپره کړې، چي پکښي توانېدلی ۵۰۱ کیلو ګرام ورن پورته کړي.
هغه د یادي ویډیو سره لیکلي، زه پوهېدم چي دا کار ما کولای سو.
هافتور بیورنسون ویلي:
«د ویلو لپاره هیڅ نلرم، څه یوه ورځ ده، چي هیڅ وخت به یې هیره نکړم، ما ویلي وه چي زه دا کار کولای شم، کله چي هر کار په ذهن کي راشي نو هدف ته تر رسېدو پوري یې نه پرېږدم.»
ویډیو: