د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي سردار عارف وزیر تر شهادت وروسته پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه راپاریدلي دي.
کوزنیو او برنیو او د نړۍ په هر کونج کې پرتو افغانانو خواشیني څرګند کړې، د کوزنیو پښتنو د حقوقو ورکړې او د یوه لوی افغانستان لپاره یې مبارزه مقدسه بللې ده.
د یاد غورځنګ د رهبرۍ مهم غړی محسن داوړ چې خپله هم څو ځل برید پرې شوی او د پاکستان پوځ نیولی او ځورولی، یو ټویټ کړی چې ځورونکی دی. که څه هم ویل کیږي چې هغه ټویټ داوړ بیرته لرې کړی یا په بل جعلي ادرس شوی او د هغه نه دی، خو له هر څه سره دا موږ ته خپل پیغامونه لري.
لیکل شوي:
«کابله ستا په تور مې وژني.»
د ښاغلي داوړ په نوم دا ټویټ خلکو ډیر شیر او ریټویټ کړی او له مانه ډک بللی شوی.
څه پيغام لري؟
د داوړ دا پوسټ ټولو افعانانو ته څو ماناوې لري؛ داوړ وايي لویه ګناه یې دا ده چې کابل ته د پاکستان د پوځ مخامخ غونډو کې امن غواړي، کابل کې د پنجاب نه لاسوهنه غواړي، د کابل نه ورانول غواړي، د ودان افغانستان غږ کوي، خپل حق غواړي، ژوند غواړي…
داوړ وايي، کابله ! ستاسې په تور مو وژني، خو تاسې به کله خپلو جوړیږئ، ستا په تور وژل کیږو، خو دومره خپل منځي او واک پر سر سره غرق یاست چې موږ وژني، خو داسې نه یو موټی کیږئ چې زما غږ پر نړۍ ومنئ او حدا اقل همدومره لاس خو راکړئ.
په شریکه څه کولی شو؟
بې شکه چې یووالی غرونه نړولی شي، خو داوړ له موږ دا نه غواړي چې یوازې شعاري شو یا ټوپک په لاس پر ډیورنډ ور واوړو، یوازې همدومره چې غږ باید عملاً یو او پراخ وي او له هره ځایه وي.
دلته ځیني خلک چغې وهي، د باچا خان پر (عدم تشدد) فسلفه ریشخند وهي او بدرده یې یادوي، کوزنیو هغو ته وايي چې دا فسلفه ناکامه ده، تشدد ته مخه کړئ!
ددوی جذباتو ته درناوی، خو له اوسنیو ځوانانو د دومره ړندو قضاوتونو او محاسبو غږ پورته کیدل، مناسب نه دي او دا بد پیغام لري چې اوس هم زموږ خلک د سترایژیک تګ پرځای پر موقت ناکام شور جوړوونه باور لري.
اما که همدې برنیو ته وویل شي چې تاسې ولې دومره غلي یاست؟!
تاسې دلته یو پياوړی پوځ لرئ، هغه پوځ چې خپله مستقماً پنجاب او استازو سره یې په جګړه دی، پر روژه ماتي یې وژني، اختر کې یې وژني، پر لمانځه یې وژني، د نه ډز او سولې غږ یې نه اوري … هیڅ ځای او هیڅ وخت یې نه پریږدي، نو ولې له همدې پوځ سره په یوه غږ نه ودریږئ؟ ولې په لا ډیر پراخ او ولسي ملاتړ مټې نه ور پیاوړې کوئ؟! ولې په دې ارام نه ورکوئ چې خپلې کوڅه کې له ځوانانو او ولس لا نور ښه راپورته شئ، د ترهګرو د نه شتون غږ وکړئ او په کابل کې د واک پر سر وطن زبیښونکو، د پنجاب او ایراني اخوندانو د ګټو ساتونکو خاینونو او فاسدینو خلاف عملي مبارزه وکړئ؟!
که دومره تکړه یاست راځئ له همدې ځایه یې شروع کړئ، ولس په کلي، بانډه او کوڅه کې راوباسئ، پر ضد یې ودریږئ، د سولې او نه وژنې غږ پرې وکړئ یا یې دفع کړئ او بیا ورو پر ډیورنډ ور اوښتو لپاره غزن تار په ډبرو وشلوئ، هلته بیا محسن، علي وزیر، پښتین منظور او نورو مبارزینو ته ووایاست چې راغلو، تاسې هم اوس تشدد خلاف تشدد ته مخه کړئ، په یوځای راغلي یوو، د پنجاب یو لاس مو پرې کړی او دا بل به یې یوځای پرې کوو !!!
د محسن داوړ او کوزنیو پيغام دا دی، ځکه هغه پوهیږي چې داسې کمزوري خلک او مشران چې خپل غم نه شي خوړلی، نو سبا له دوی سره څنګه مرسته کولی شي. د کوزنیو بری هغه وخت ممکن دی چې ستا غږ ورسره واقعاً یو وي، داسې یو چې له بره هیڅ ګواښ نه وي متوجه او په یوه لاس مرسته وکړئ، غږ یې بدرګه کړئ او د اړتیا پرمهال یې مستقماً لیکو ته ور داخل شې.
د یوه لوی افغانستان لپاره همداسې انقلاب په کار دی، اول باید داسې وشي، بیا هغوی ته د تشدد مبارزې مشوره ورکړل شي !