لیکنه: دوکتورس نینا اوراموا
ژباړه: احمد فرهاد توتاخېل
کله چې انسان د بې ځایه ورځنیو چارو او منفي افکارو په اړه خپل ذهن کې سترېس، وېرې، ډېپرېشن او اندېښنې ته ځای ورکړي، نو د عصبي فشار کچه یې لوړېږي او په پایله کې د خفیفې او شدیدې سردردۍ لامل ګرځي چې ښايي له ۱۵ دقیقو تر ۳۰ دقیقو پورې د یوې اونۍ لپاره دوام ومومي.
نښېنښانې
په سر کې (بنګس) غږ؛
په سر کې د یوه شي د خوځېدو احساس چې بالاخره ناروغ اړباسي خپل سر کلک، کلک ټینګ کړي؛
داسې احساس چې ګوندې د ټنډې، شقیقو، مټو، اوږو، غاړې او سر عضلې یې کوم شي نیولې وي؛
د سترګو ژر، ژر پټول او مښل؛
په ټنډه او د سر په شاتنۍ برخه کې خفیف او شدید دردونه؛
له مطالعې، د تلویزیون له لیدو او د ټلیفون او کمپیوټر له کارولو وروسته د ستړیا احساس، ګنګسیت، غوسه او خفیفه سردردي؛
پرته له کوم دلیل څخه د بدن په بېلابېلو برخو کې دردونه.
عوامل
سترېس،
وېره،
بې ځایه اندېښنه،
ډېپرېشن،
بې خوبي،
تر فشار لاندې کار کول،
بې اشتهايي،
د سترګو ستړیا،
له ټلیفون، کمپیوټر، تلویزیون او نورو ورته برښنايي توکو څخه له حد زیاته ګټه اخیستنه،
ذهن ویجاړوونکي افکار،
د ورځنیو چارو په اړه بې ځایه اندېښنه،
له هر چا سره په هرې موضوع بې ځایه بحث کول،
درملنه
د افکارو مدیریت: یوازې او یوازې پر هغه شي فکر او تمرکز وکړئ، چې د ورځې له مخې ورسره سر و کار لرئ. منفي افکار، بې ځایه اندېښنې او خیال پلو د سر درد په رامنځته کولو کې اړین رول لوبوي.
د سالم غذايي رژیم درلودل: د قهوې څښاک روغتیا ته تاوان رسوي. ککو، چاکلیټ، د یو ګیلاس خوږ شین چای څښل، زعفراني چای، اوبه لرونکې مېوې او ترکاريباب کولای شي مثبته او ارام بښونکې اغېزه ولري.
سر ته مساج ورکول: د وېښتو غوړولو څو څاڅکي تېل د خپل لاس په ورغوي کې واچوئ او د لاس په ګوتو سره ورو، ورو خپل سر ته د ۱۰ – ۱۵ دقیقو پورې مساج ورکړئ او وروسته د ۲۰ دقیقو پورې خپل سترګې پټې کړئ او ارام کېنئ.
د سترېس مدیریت: په شنه فضا کې پلي ګرځېدل، لامبو وهل، په یوه اتاق کې ارام کېناستل او ژوره ساه اخیستل، ارامه موسیقي اورېدل، په ذهن کې منفي افکارو ته ځای نه ورکول، د سهار له مخې په منظم ډول سپورت کول…
په یوې پلاستیکي کڅوړه کې یو څو ټوټې یخ واچوئ او د سر پر هغو برخو یې کېږدئ چې له درد څخه یې کړېږئ. دغه چاره په یوه ساعت کې له ۴ – ۵ ځلونو تکرار کړئ.