لیکنه: صادق طارق
د روژې مبارکه میاشت پر دې سربېره چې د ثوابونو او مغفرت میاشت ده؛ د وزن کمېدو لپاره هم مرسته درسره کوي.
په دې میاشت کې که خواري وشي، هر انسان له څلورو تر اتو کیلو پورې خپل وزن کمولای شي.
خو شرط دا دی، چې پر وړاندیز شوي خوراکي رژیم زیات تمرکز وشي او له منع شویو خوراکونو او څښاک څخه ډډه وشي.
که داسې ونه شي، وزن به نه یوازې کم نه شي، بلکې د زیاتېدو وېره یې هم شته.
څه ونه خورو؟
په روژه کې معمولاً خلک د ډېرو غوړو، تروشو او خوږو خوراکونو شوق کوي.
له دغو خوراکونو څخه وروسته مجبوره دي، چې د هضمولو په خاطر یې له مشروباتو څخه هم استفاده وکړي.
روغتیاپوهان ټینګار کوي چې غوړ، ترشه او خواږه خوراکونه هر وخت او خاصتاً په روژه کې زیات مه کوئ.
دلیل یې دا ښيي، چې په دغه وخت کې معده د داسې خوراکونو د هضمولو ظرفیت نه لري او په ناروغیو مو اړوي.
وایي که دا ډول خوراکونه مو وکړل، امکان یې شته چې د وینې په فشار، د زړه په رنځ او ان په سرطان اخته شئ.
د خوراک وختونه
په روژه کې د خوراک شوقیان فکر کوي، چې ورځ روژې او شپه خوراک ته ځانګړې ده.
دوی د همداسې تصور له مخې تر ماښام اذان وروسته په خوراک پيل کوي، تر پیشنمي هرڅه خوري، څښي او بیا ویده کېږي.
ډاکټران ټینګار لري چې په روژهماتي کې له متوازن خوراک وروسته نور هر څه مه خورئ.
د خوراک بل وخت، چې معلوم او ضرور دی، هغه پیشنمی دی. البته په دغه وخت کې هم متوازن خوراک وکړئ او داسې څه مه خورئ، چې هضمول یې ستونزمن او ورځ مو درخرابه کړي.
څه وخورو، کله یې وخورو؟
که غواړئ وزن کم کړئ، نو د روژه ماتي پر وخت له ساده خوراک وروسته د تازه مېوې او سبزیجاتو استعمال ته زیات وخت ورکړئ.
همدا شان اوبه زیاتې وڅښئ، چې هم مو د وجود د اوبو تشه ډکه کړي او هم د مړښت احساس درکړي.
ډېر غوړ او له انرژۍ ډک خواړه مه کاروئ. چای وڅښئ، خو کم رنګه، ځکه پر معدې مو بوج کېږي.
د روژهماتي ترڅنګ پیشنمی حتماً وکړئ، ورته پر وخت را پاڅئ او داسې خواړه او مېوه جات پکې وخورئ، چې وجود مو ورسره راحت او هضمول یې اسانه وي.
د مېوې او سبزیجاتو د زیات استعمال تاکید ځکه شوی چې اوبه لري او وجود مو هم له اوبو مالاماله ساتي او هم د مړښت احساس درکوي.
د مستو څښل هم په پېشنمي کې زیات ګټور دي، خو احتیاط پکې وکړئ، چې که ورسره زیات بلد نه وئ، زړه بداوی درته پيدا کوي.
د زیاتو خوږو شیانو خوړل که تاسې ته په پېشنمي کې د مړښت احساس درکوي، همغومره د تندې احساس هم درکوي.
کوشش وکړئ چې یو شمېر یوناني شیان، لکه بادیان او نور چې دودیز طب کې خاص ارزښت لري، له مخکې نه لامده او اوبه یې تر ملا اذان مخکې وڅښئ.
هندواڼه هم له اوبو مالاماله مېوه ده او د تندې پر وړاندې ښه مقاومت درکوي.
د اوبو څښاک له هرڅه زیات هم وجود ته ګټه کوي، هم مو وزن کموي.
خو د اوبو د څښاک لپاره هڅه وکړئ، چې خاص وخت مه تعینوئ.
له روژهماتي وروسته تر هغې چې ویده کېږئ، په کافي اندازه اوبه وڅښئ او هم په پېشنمي کې له راپاڅېدو او ویده کېدو پورې خاصه توجه ورته وکړئ.