د نړۍ دا "بختور" هېوادونه تر اوسه له کرونا وایرس خوندي دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د “انټارکټیکا ” نه بغیر دا وایروس د نړۍ هرې لویې وچې ته رسیدلی دی، بلکې د نړۍ په هر کونج کې یې پېښې ثبت شوي، خو پنځلس ۱۵ داسې هیوادونه دي چې هلته تر اوسه هېڅ کومه پېښه نده ثبت شوې.

دوه افریقایي هېوادونه

د د افریقا لویې وچې دوه هیوادونه اوس هم له کورونا وایروس څخه خوندي دي، چې یو یې “کمروز” ( چې د افریقې په جنوب ختیځ ساحل کې پروت دی) او بل “لیسوتهو ” دی.
دا دوه هېوادونه له وایروسه څنګه خوندي پاتې شوي، پدې اړه څه ویل ستونزمن دي، خو ممکن د دې دواړو جغرافیایي موقعیت او د غیر ملکي سیلانیانو نه ورتګ یې لامل وي.
په لیسوتهو کې که څه هم هېڅ پېښه نه وه لیدل شوی، خو په مارچ کې چې د چین ووهان ښار بېړنۍ حالت اعلان او قرنطین شو، نو دوی هم خپل تدابیر ونیول او لا یې جدي کړل.

د لیسوتهو لومړی وزیر ټام تهومس

ترڅنګ یې تازه دا هیواد د سیاسي بحران کې هم لویدلی، ځکه چې د لومړي وزير “ټام تهومس تهبانې” پر خلاف د پوليسو له لوري د يوه قتل تر څېړنو وروسته لومړي وزير پوځ ته د چارو واګي سپارلي دي.
نړیوال روغتیایي سازمان په کافي اندازه لاس په کار دی او له جنوری څخه یې یاد هیواد ته د هر داخلیدونکي شخص د وایروس معیانات تر څار لاندې نیولي دي، ترڅنګ یې مارچ راهیسې د ووهان د میلو او خلکو په ټولنیزو اړیکو بندیز لګول شوی دی.

ـ د اوقیانوس بحر په جزیره کې لس پراته نیکبخته هېوادونه

له کورونا وایروس څخه خوندي له پنځلسو، لس هغه واړه هېوادونه یا خطي چې د بحر اوقیانوس په جزیره کې پراته دي، چې؛ کیریباتي، د مارشل جزایر، مائیکرونیشیا، ناورو، پلاؤ، سامووا، جزایر سلیمان، ټونګا، توولو او وانواتو پکې شامل دي.

جزایر سلیمان

یاد هېوادونه د کووېډ ۱۹ نه د ژغورلو په موخه لاک ډاون یا  ملي بیړنۍ حالت په کې اعلان شوی او هغه اشخاص چې د متاثره هیوادونو سره یې اړېکې درلودلي دلته په داخلیدلو یې بندیز ولګاوه.
په مائیکرونیشیا، وانواتو، کیریباتي ورټونګا کې یې بیړنۍ حالت اعلان کړ، ګرځبندیز یې ولګاوه او پولۍ یې وتړلې.
جزایر سلیمان یو له هغو لومړنیو هیوادونو دی، چې له کورونا متاثره ښارونو سره یې داخلي بندیز ولګاوه.

  ـ درې آسیایي هېوادونه

شمالي کوریا، ترکمنستان او تاجکستان د اسیا هغه درې هیوادونه دي، چیرته چې تر اوسه د کورونا وایروس هېڅ پېښه نده ثبت شوې.
شمالي کوریا د چین ګاونډۍ هېواد دی، کله چې چین پدې وبا ترټولو لومړی اخته شو، نو د کوریا شاوخوا ټول هیوادونو کې د کورونا وایروس پېښې ثبت شوي، خو یاد هېواد وایي، چې تر اوسه له کورونا وایروس څخه  خوندي دی، او یو شمیر راپورونو کې ویل شوي چې د دې هیواد روغتیایي سیستم دومره پياوړی هم نه دي، که کرونا ور ورسي، سخت یې ځپلی شي.

شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون چې ویل کیږي اوس سخت ناروغ دی !

په همدې توګه د منځنۍ آسيا هېوادونه تاجکستان او ترکمنستان له نورې نړۍ ډېر جدا اوسېدونکي هېوادونه دي چې ډېر کم ګرځندویان ورځي او د معلوماتو سانسورول هم پکې ډېر زیات دي.
د ترکمنستان پوله له ایران سره تړل شوې، ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په یاده وبا ډېر اخته دی، چیرته چې حتا د “کورونا ” په نوم اخیستلو هم بندیز لګیدلی دی.
همدا شان په تاجکستان کې هم په خبریالانو ډېر بندیز لګول شوی، چې آزادانه  اطلاعاتو ته لاسرسۍ ورته ستونزمن دی.
راپورونه وايي، تاجکستان کې هم هیڅ مثبت پيښه نه ده ثبت شوې

په لنډو کې، راپور ته په کتو، ولو که هر څو د یو هېواد اقتصاد کمزوری، روغتیایي سیستم نیمګړی او شاوخوا یې له مکروبو ډکه وي، خو که له ځانته ساتنې هنر یې زده وي، نو له افتونو او وباګانو به خوندي وي. د یادو هېوادونو د خوندیتوب وجهه هم یوازې له ځانه ساتنه/وقایه ده؛ د پولو تړل، هر اشنا نااشنا شخص ته په ورتګ او ټولنیزو اړېکو بندیز او همدا راز چې وایي:

«په کور پاتې شئ، چې روغ پاتې شئ.»