ژباړه: نسیمه محمدي
سږ کال د مسلمانانو روژه د نورو په څېر نه ده، بلکې له نړیوالې وبا سره یو ځای راغلې ده.
د روژې میاشت چې د اپرېل ۲۳مه لمر پرېوتو سره پیل شوه، د روژې نیولو، عبادت او الله تعالی ته د ارادت اوږده میاشت وي. د قرآن عظیمالشان لومړی نزول هم پر حضرت محمد(ص) په همدې میاشت کې وو.
په دې احکامو بشپړ عمل کوونکي مسلمانان د لمر راختلو او لمر پرېوتو ترمنځ ساعتونو کې(هېڅ ډول مایعات نه خوري او نه څښي). سربېره پر دې د خېر غوښتنې دې میاشت کې، په دودیز ډول خلک د ماښام روژه ماتې او لمونځ لپاره راټولېږي.
په دې میاشت په ټوله نړۍ کې مسجدونه بوخت وي، خو اوس د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره زیاتره تړلي او د ټولنیز واټن ساتل او کوربندي اجباري شوېده. په پایله کې دا روژه به په ټوله نړۍ کې د کورنیو د لرېوالي له امله ډېره توپیري وي.
خو د لاک ډاون یا قرنطین او کرونا وایروس تر سیوري لاندې دغه روژه به په روغتیا څه اغېز ولري؟
آیا د روژه نیونکي روژه به د کرونا وایروس په محدودېدو او راټولېدو اغېز ولري؟
په حقیقت کې، عقیده پر دې ده چې روژه له څو اړخونو بدن ته مفیده ده، لکه د بدن د دفاعي سیسټم پیاوړتیا.
دا امکان لري چې زموږ پخوانیو نیکونو د روژې ګټې پېژندې. شواهد ښيي، لرغونو مصریانو د ناروغیو څخه د بدن د پاکوالي لپاره روژه نیوله.
وروستیو څېړنو ښودلې، روژه په حقیقت کې د بدن په حجرو کې پیدا شوی التهاب له منځه وړي او د بدن په دفاعي سیسټم ډېر ښه اغېز ښندي.
روژه د بډایه موادو د کمښت له امله بدن د «انرژۍ ذخیروي» حالت ته کاږي. نو د انرژۍ د سپما په هڅه کې، ډېرې پخوانۍ زیانمنې شوې حجرې ځان رغوي، چې وروسته د نوي نسل د تولید لپاره چمتو شي.
مهم ټکی، چې د رمصان روژه له خوړنیز رژیم پرته د وزن د کمېدو لامل کېږي، د اوبو څښلو ډډه کول دي.
په داسې حال کې چې څېړنو ښودلې د روژې په اوږدېدو او د ۱۲- ۲۴ ساعتونو پورې د مایعاتو نه څښل، پر دفاعي سیسټم اغېز لري او ممکن تاسې په هر ډول انتان اخته کړي، خو له خوړو او څښلو وروسته دفاعي حجرې ډېر ژر ښه وضعیت ته راګرځي.
دا څېړنه خاص د رمضان د میاشتې د روژې په اړه نده. خو یوې جلا څېړنې په ډاګه کړې د رمضان دیني روژه د روغتیا لپاره د نورو روژو سره مشابه ده. موږ پوهېږو چې د روژه ماتې پر وخت، سره شویو خوړو، سمبوسو او…… ته لېوالتیا زیاته وي، خو د بدن ساتندویه سیسټم سره هېڅ مرسته نه کوي.
د هېوادونو د موقعیت له پلوه د روژې نیولو ساعتونه توپیر کوي، خو د څېړنو پر اساس له ۱۲ ساعت زیات له مایعاتو پرهېز پر معافیتي سیسټم تاثیر لري.
مهمه دا ده، چې د بشپړې روغتیا لرونکي مسلمانان روژه نیسي، روژه باید یوازې د بدن د ځواکمنتیا د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
څرنګه چې دا روژه د وبا ناروغۍ سره لومړۍ روژه ده، نشو کولای ووایو، چې آیا ممکنه ده روژه به د ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره بسنه وکړي که نه، که څه هم له امکان لرې نده، خو مهمه ده چې په دې ټکو پوه شو! ټولنیز واټن، د لاسونو وینځل، فردي روغتیا او کوربندي!