کرونا څخه د ځان ساتني په موخه یوه هندي خپله ژبه پرې کړې

سپینه تجريدي ډیزاین

یوه هندوستاني ځوان ځکه خپله ژبه پرې کړې، چې د هندوانو خدای، چي دوی ورته عبادت کوي له کرونا ویروس څخه یې وساتي.
د ډيلي سټار« Daily Star» د راپور له مخې د ویوک شارما په نوم یوه هندي ځوان پرېکړه کړې، چې د هندوانو د خدای په لاره کي یوه څه قرباني کړي، نو له کرونا ویروس څخه به وساتل شي.
د هغه د ژبې پرې کولو کیسه داسې ده:

«دې ځوان (ویوک شارما) له خپلو یو شمېر ملګرو سره د هندوانو په یوه عبادت ځای کې دنده درلوده، د غرمې د ډوډۍ په وخت کښې هغه ډېر وخت ونیو، نو ملګرو یې فکر وکړ، چي حتمن ورته کومه پيښه شوې. وروسته چې یې ملګري هغه ته زنګ وهي، نو نابلده کس یې ټلیفون ته ځواب وايي او ملګرو ته یې وايي، چي د هغه حالت ښه ندی. ملګري چي یې هغه ته ځان رسوي ګوري، چي هغه خپله ژبه په دې خاطر پرې کړې، چي خدای یې له کرونا ویروس څخه وساتي.»

vivek.jpeg
د تازه رپوټونو په اساس په هندوستان کي تر دې دمه نږدې ۲۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي.
د هند حکومت وايي، چي د کرونا ویروس له امله د دې هیواد په بیلابیلو ایالتونو کې ۶۴۰ کسان مړه شوي او د ټول هندوستان وګړو ته یې امر کړی، چي په قرنطین کې اوسي.
د هند روغتیا وزارت وايي، چې د یاد هیواد په ۲۹ ایالتونو کي د کرونا ویروس خطر ډېر دی.