ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
ځینې خلک په عادي ورځو کې ورزش کوي، خو کله چې روژه راشي، نو ورزش کول پرېږدي، خو ورزش کول په دې مبارکه میاشت کې هېڅ ضرر نه لري.
موږ فکر کوو چې د روژې په میاشت کې که ورزش وکړو، نو زموږ بدن ته به زیان ورسوي، خو دا خبره سمه نه ده، زیاتره ډاکټران او پوهان وایي: “چې په حقیقت کې ورزش کول په دې میاشته کې د مغز عصبي دستګاوې او بیولوژیکي عضلاتي فایبرونه ځوانوي.”
هغوی زیاتوي: “په روژه کې ورزش کول د دې سبب کېږي چې زموږ د بدن غوړي د عصبي دستګاوو له طریقه لمنځه لاړ شي یا هم وسوځي.”
د زیبایي اندام مربي وایي، چې په روژه میاشت کې ورزش زموږ سره مرسته کوي چې وزن مو کم نه شي او زموږ د روغتیا سبب کېږي.
په روژه کې د سپورټ ځانګړي وختونه
د ډاکټرانو د سپارښتنې په آساس د ورزش لپاره ښه وخت د تراویح لمونځ وروسته دی، ځکه بدن کولای شي تر هغه وخته په ټاکلي کچه اوبه او خواړه د تمرینونو لپاره جذب کړي.
او بل وخت يې کولای شي له روژهماتي وروسته او یا هم له پېشلمې څخه مخکې ورزش وکړي او د تمرین پر وخت دوی کولای شي د مېوې اوبه یا هم عادي اوبه وڅښي.
که موږ له روژهماتي څخه مخکې یو ساعت لپاره ورزش وکړو، نو وروسته له هغه موږ کولای شو ډېره ډوډۍ وخورو، چې دا کار د دې سبب کېږي چې زموږ بدن ډېره او زر انرژي ترلاسه کړي.
خو موږ کوم ډول ورزشونه د روژې په میاشت کې ترسره کړو؟
کوم سنګین ورزشونه چې سبب کېږي زموږ د زړه درزا ۱۵۰ مرتبه په یوه دقیقه کې ورسوي، نو په روژه کې باید د دې ډول ورزش څخه باید ډډه وکړو په ځانګړي توګه د روژهماتي څخه مخکې باید دا تمرین ترسره نه کړو.
پوهان سپارښتنه کوي چې باید ورو یا هم کوم تمرینونه چې په منځني ډول وي ترسره کړو، چې په موږ فشار رانشي.
د متخصصانو په وینا: “پلي تګ، ورو زغستل، بایسکل چلول او هغه ورزشونه چې د سپک دستګاوو په وسیله کېږي هغه ورزشونه موږ کولای شو په روژه کې ترسره کړو.”
تر ټولو نه اړینه، ورزشکارانو لپاره اړینه ده چې د روژې په میاشت کې برابره غذایي رژیم ولري او په کافي کچه اوبه وڅښي.
ورزشکاران باید د پېشلمي څخه مخکې کاربوهایدارایت لرونکې خواړه او له روژهماتي څخه وروسته پروتین لرونکې خواړه وخوري، ځکه سبب کېږي چې د ورزش کولو پر وخت بدن یې انرژي ولري او د روژهماتي وروسته بیا زر نوره انرژي هم ترلاسه کړي.