روژه کې د صدقې ورکول او ستر ثواب یې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

روژه له خوارک، څښاک څخه ځان ساتل دي، که د یو پلوه د الله ج د امر پلي کول دي، نو له بل پلوه د هغو بیوزلو او نادارو احساسول دي، چې ټول عمر په وږي نس ویده کیږي. همدا ده چې په روژه کې د صدقې اجر دوه برابره کېږي.

که چا یو روژتي ته افطار ورکړ، ګوندې چې روژه یې نیولي وي، الله تعالی په روژه کې په خپلو بندګانو ډېره لورینه کوي، د دوزخونو دروازې تړي او د جنتونو  پرانېزي، رحمتونه رالېږي او ګناهونه بخښي. نو که چا د الله تعالی پر بندګانو څه ولورول، الله تعالی به یې په هغه ولوروي.

په روژه کې طبعا کمی او زیاتی راځي او صدقه دغه کمی جبرانو.

رسول الله تر ټولو سخي شخصیت و خو په روژه کې به یې سخا څو برابره کېدله.

ابن عباس رضي الله عنهما حدیث روایت کړی وایې:

 كان النبي صلى الله عليه وسلم أجود الناس، وأجود ما يكون في رمضان، حين يلقاه جبريل، وكان جبريل عليه السلام يلقاه في كل ليلة من رمضان فيدارسه القرآن، فلرسول الله صلى الله عليه وسلم أجود بالخير من الريح المرسلة.

نبی کریم صلی الله علیه وسلم تر ټولو سخي شخصیت و، او په رمضان میاشت کې به یې سخاوت نور هم زیات شو، چې جبرایل به ورسره ملاقات وکړ، جبرایل به د رمضان په هره شپه ورته قرآن لوست، رسول الله له شمال نه هم په سخا کې تېز و .

په قرآن کریم کې د صدقي ذکر:

په قرآن کریم کې دصدقي راوړل د هغې په عظمت دلالت کوي الله تعالی فرمایې:

قَوْلٌ مَعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِنْ صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ}  بقرة سورت

غوره وینا له هغې صدقې غوره ده چې ورپسې یې رټل وي.

یعني مونږ او تاسي که وګورو ډېری وخت صدقه ورکوو، خو اخلاص او د نیت پاکي پکې نه وي، دروازې ته مو که کوم ملنګ فقیر ودرېږي، صدقه ورکړو، خو دوه درې خبرې تیری ورته وکړو، یا ترې سپېږمې ورټولې کړو او داسې نور ـ نو که زمونږ د صدقې وسه نه کېږي خوږو او غوره خبرو باندې مو هېڅ کوم مادي مصرف نه راځي باید له هېچا یې ونه سپموو، که د خیر، خیرازئ او دیني لارښوونه وي غوړي به لا غوړ وي.

بل ځای فرمایی:

 {مَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ}

[البقرة:261]

هغه څوک چې د الله په لاره کې نفقه ورکوي، د هغې دانې په څېر ده چې اوه وږي (غوشمې) کوي او په هر وږي کې سل دانې وي او چې د الله تعالی چاته خوښه شي له دې یې څو برابره زیات ورکړي، الله تعالی د پراخه علم څښتن دی. (اخلاص او برکت)

بل ځای فرمایې:

 إِنَّ الْمُصَّدِّقِينَ وَالْمُصَّدِّقَاتِ وَأَقْرَضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ أَجْرٌ كَرِيمٌ

[الحديد:18]

بیشکه صدقه ورکونکي مېرمنې او نارینه او هغه چې د الله له بندګانو سره قرض کوي ورته به یې څو چنده کړي او دوی ته عزتمن اجر دی.

 د کورونا وایرس نه د خلاصون بهترین عمل

صدقه د درملنې لوی سبب دی.

له ډېرو ناروغیو نه د خلاصېدو یوازینۍ لار د صدقې ورکړه ده،

حدیث دی چې رسول الله ص فرمایلي دي:

داووا مرضاكم بالصدقة.

خپل ناروغان په صدقه درملنه کړئ، که څوک ناروغ ولري، نو د بیوزلو او غریبو لاس نیوی دې وکړي، یا دې هغه څه صدقه کړي چې په ده ګران وي.

افسوس چې مونږ تل هغه څه صدقه کوو، چې یا زاړه او یا زمونږ څخه اضافه وي، صدقه د هغه څه بهترینه صدقه ده چې مونږ ته ګران وي یا یې هم د ځان لپاره خوښوو.

ابن قیم رحمه الله وایې: صدقه د مصیبتونو په دفع کولو کې نا اشنا اغېز لري. که صدقه ورکونکی، فاجر، ظالم او حتی کافر هم وي. (عقیده مهمه ده)

 په اسلام کې دوه ډوله صدقې دي:

یوه یې د احتساب صدقه ده؛ چې هغه خپلې میرمنې، بچو، نوکر ته خواړه ورکول دي او بله یې نا اشنا خلکو ته خواړه ورکول دي.

حدیث شریف دی، چې د هغې صدقې اجر ډېر دی چې ته په صحت روغ یې او بخېل هم یې، د شتمنۍ هیله لرې، او له غریبۍ ویرېږي.

بل حدیث دی:

أفضل الصدقة, الصدقة على ذي الرحم الكاشح.

غوره صدقه هغه ده چې غریب خپلوان ته یې ورکړو سره له دې چې زړه کې درسره دښمنې هم لري.

بل حدیث دی:

الصدقة على المسكين صدقة، وهي على ذي الرحم اثنتان: صدقة، وصلة الرحم.

غریب ته صدقه ورکول یوه صدقه ده خپلوانو ته صدقه ورکول دوه صدقې دي، هم صدقه ده او د خپلوۍ پالل دي.

د رمضان د میاشتې په راتګ صدقه ورکړئ، له فقر نه مه ویرېږئ، الله پاک غني ذات دی، په دنیا او اخرت یې بدله درکوي، په دغسې وبایي چاپیریال کې خو باید هر انسان صدقه ورکړي، څو یې الله تعالی له دې مصیبتونو او وبا وژغوري.

په اخره کې د ټولو قدرمنو لوستلونکو هیله کوم، چې روژه ماتي پر وخت د الله تعالی څخه د کورونا د وبا د مخنیوې او په وطن کې د امن او یووالي وزر غوړولو دعا وغواړي.