د پاکستان لوبغاړي او د جوړجاړي دوام؛ پر عمر اکمل هم درې کاله بندیز ولګید

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د میچ د جوړجاړي وړاندېز کولو او  له دې وړاندیزه د ادارې نه خبرولو له امله درې کاله له کرکټ منع شو.

کرکټر عمر اکمل به د ۳ کالو لپاره د کرکټ له هر ډول لوبو بند وي.

 یاده پرېکړه د پي سي بي ډسپلین کمیټې د عمر اکمل خلاف قضیه کې وکړه چې د یادې کمیټې ریئس “فیصل میرا چوهان” دی.

د فبروري پر شلمه پاکستان کرکټ بورډ “اینټي کرپشن” کوډ  4.7.1  مادو پر اساس د عمر اکمل په فوري توګه لوبې وځنډولي او د ” فساد ضد قانون ” له خوا یې په اړه څېړنې پیل شوې. د دغه ځنډ په وجه عمر اکمل د پاکستان له سوپر لیګ هم بې برخې شو.

وروسته داسې خبرونه خپاره شول چې عمر اکمل ته د میچ جوړجاړي وړاندېز شوی او هغه ددې وړاندیز په اړه کرکټ بورډ ته خبر نه و ورکړی.

له دې وروسته بیا د عمر اکمل د موبایل ډیټا د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) فساد ضد قانون له ځانه سره قید کړه. عمر اکمل یې راوغوښت دواړه موبایلونه یې ورڅخه واخیستل.

د ریکارډ له مخې پي ایس ايل ۲۰۲۰ نه مخکې د بکی په نوم یو کس عمر اکمل سره اړېکه نیولې او ده ته یې د جوړجاړي وړاندیز کړی و.

ددې موثقو او مهمو اسنادو له تر لاسه کولو وروسته پي سي بي څېړنې ترسره کړي چې بیا عمر اکمل د جوړجاړي په اړېکه نیولو اعتراف وکړ، خو د پي سي بي يا د لوبډلې د تنظیم ډلې د پر وخت نه خبرولو له امله یې لوبې وځنډول شوې.

د مارچ په ۲۰مه پر کرکټر عمر اکمل له فساد ضد قانونه د سرغړنې په تور دوسيه درج شوه او د مارچ تر ۳۱مې یې هغه ته وخت ورکړ چې ځواب ووايي. بلاخره د فساد ضد کوډ  4.2.2 په اساس نوموړی مجرم ثابت او محکمه کړای شو او درې کاله بندیز پرې ولګید.