ژباړه: محمدصابر حمیدي
د ارجنټاین هېواد او بارسلونا کلب نوموتی فوټبالر لیونل میسي هر ځلې چې ګولوهنه ترسره کړي، نو د نورو لوبغاړو خلاف میسي په خپلو دواړو لاسونو آسمان ته اشاره کوي او آسمان ته ګوري.
میسي په ۲۰۰۴م کې د بارسلونا له لومړۍ لوبډلې سره یو ځای شو او تر اوسه یې د یادې لوبډلې لپاره په سلګونه ګولوهنې ترسره کړې، چې تر هرې ګولوهنې وروسته یې خپل دواړه لاسونه آسمان ته پورته کړي او آسمان ته ګوري.
میسي چي اوس د ۳۲ کالو دی، هر وخت خپل د فوټبال مسلک د خپلې مړې شوې انا اړوند بولي، هغې میسي د فوټبال ډګر ته وهڅاوه، خو تر دې مخکې چې میسي د نړۍ په نامتو لوبغاړي مشهورېږي، هغې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
سلیا اولیویرا د میسي هغه انا وه، چې د لومړي ځل لپاره یې هغه د فوټبال د لوبو ډګر ته بېولی و. په دې وخت کې میسي یوازې ۴ کاله عمر درلود.
میسي د خپلې نیا په اړه وايي، چې د کورنۍ نورو غړو مې له لوبو څخه راګرځولم، خو نیا مې راباندې باور درلود او ټینګار یې وکړ، چې نه میسي دې لوبو ته مخه کړي.
میسي په دې اړه وویل: “زه چې ګولوهنه وکړم، نو آسمان ته ځکه لاسونه پورته کوم، چې خپل ګول مې خپلې انا ته ځانګړی کړم، ځکه چې هغې زه د فوټبال ډګر ته وهڅولم، مګر اوس هغه دا نه ویني، چې ما څومره پرمختګ کړی.”