ژباړه: محمد عزيز پردېس
ډېر کلونه کېږي چې څېړونکي، د نړۍ په يو مشهور او اسرارامېزه نقاشۍ بحث او شننه کوي. مونا ليزا د نړۍ نوموتی او ترټولو ارزښت لرونکی د نقاشۍ شهکار دی. خو په رښتيا سره دا د رازونو ډک انځور دا چا له مخې اوډون شوی دی؟ هغه پوښتنه چې ډېر شمېر خلک يې د ځواب په لټه کې دي. د دې شهکار نقاش لئو داوينچي، څوک يې د دې اثر لپاره نوماند کړي و؟ په دې ليکنه کې به پورته پوښتنو ته ځوابونه وويل شي، له مونږ سره پاتې شئ:
ځيني څېړونکي په دې باور دي چې (کاترينا) د داوينچي مور، د دې نقاشۍ اصلي موډل دی. ځيني نور بيا په دې عقيده دي چې (ايزبلا) ( يوه ملکه وه ) د دې نقاشۍ اصلي څېره ده. يوه بله نظريه بيا د ( کوستانزا ډي اوالوس ) په نامه يوه ښځه چې د هسپانيې د اشرافو څخه وه؛ د دې انځور اصلي څېره بولي. ځيني بيا وايي چې داوينچي د خپلې تخيلې قوې په ګټه اخېستنې سره دا تابلو رسم کړې او دا د موناليزا اصلي څېره د هغه د ذهن جوړونه ده. په بله يادونه کې بيا داسې راغلي چې؛ ګواکې د دې مشهورې نقاشۍ اصلي څېره، د داوينچي لومړنۍ مئينه يا معشوقه ده.
د موناليزا څېرې ترټولو غښتلی نوماند، د چرم د يو نوموتي سوداګر مېرمن بلل کېږي، هغه شتمنه مېرمن چې د پنځه اولادنو مور وه او نوم يې (ليزا ډل چيوکوندو) ښودل شوی دی. دا نوم هغه وخت ډېر مشهور شو چې په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې يوه پلټونکي، د داوينچي اړوند يو ليک ومونده، په دې ( په لاس ليکل شوی ليک ) کې د ليزا نوم د داوينچي د نقاشۍ د اصلي موډل په نامه ياد شوی دی. داسې ويل کېږي چې ليزا د داوينچي د معشوقې سره ډېره ورته څېره درلوده او په همدې اساس، داوينچي د هغې څېره د خپلې مشهورې نقاشۍ اصلي موډل ټاکلی دی.
وروسته له دې چې داوينچي د ټابلو کار بشپړ کړ، نو هغه يې فرانسې ته خپلې پخواني معشوقې ته واستوه.
موناليزا چې د ژوکوند په نامه هم شهرت لري، د لئوناردو داوينچي مشهور ايټاليوي نقاش د يو نړيوال او نوموتي شهکار يا اثر نوم دی چې د سپېدار په يوې لرګينې تختې د روغني رنګ په مرسته ډيزاين شوی دی.
دا اثر د نړۍ ترټولو نوموتی، ترټولو ډېر ليدل شوی او جالب انځور دی، داسې څوک به نه وي چې دا انځور يې نه وي ليدلی.
دا استثنايي اثر د تاريخ په اوږدو کې څو ځلې تښتول شوی دی، که څه هم د رامنځ ته کېدو څخه يې ۵۰۰ کاله تېرېږي، خو تر دې دمه ورته کومه ستونزه نه ده پېښ شوې او رک روغ دی. دا تابلو دمګړی د فرانسې هېواد اړوند ده او د پاريس ښار په لوور موزيم کې ساتل کېږي.
د ژوکوند د موسکا مشهوره ټابلو، د موناليزا د مرموزې موسکا او همدارنګه په هغه وخت کې د لئوناردو داوينچي د نوې نقاشۍ سبک په دليل، نړيوال شهرت وموند. داسې ويل کېږي چې داوينچي د دې اثر د جوړولو سپارښتنه د ۱۵۰۳ څخه تر ۱۵۰۶ کلونو ترمنځ ترلاسه کړې ده. خو په موقع سره يې هغه نه دی تسليم کړی.
په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې په چورلټ ډول دا ثابته شوه چې ليزا ډل ژوکوندو، د موناليزا د مشهورې ټابلو اصلي څېره وه.
د موناليزا تاريخي بهير
داوينچي د موناليزا د نقاشۍ کار د ۱۵۰۳ يا ۱۵۰۴ کال، د ايټاليا په فلورانس کې پيل کړ.
د دې هنري شهکار په مختلفو روايتونو کې داسې راغلي:
«د فرانسيسکو بارټولومئو په نامه يو کس چې د فلورانس ښار د اشرافو څخه و، له داوينچي څخه يې وِغوښتل چې د ده د درېيمې ښځې ( ليزا انتونيو ماريا ) انځور دې ورته نقاشي کړي. داوينچي تقريبا څلور کاله په دې هنري شهکار کار وکړ، په کال ۱۵۰۷ يې د دې اثر کار پای ته ورسوه، دا اثر يې په فرانسيسکو ونه پلوره، فلورانس يې پرېښوده او تابلو يې ځان سره خوندي کړه.»
ځيني باور لري چې ګواکې لئوناردو د دې تابلو کار نه و بشپړ کړی، نو ځکه يې په فرانسيسکو ونه پلورله او ډېری بيا په دې باور دي چې لئوناردو پخپله په دې تابلو مئن و.
داوينچي په کال ۱۵۱۶ کې چې د موناليزا تابلو هم ورسره وه، فرانسې ته ولاړ او تابلو يې د فرانسې د وخت پر پاچا ( لومړي فرانسيس ) وپلورله. له هغې وروسته د وخت په تېرېدو سره دا ښکلی اثر د فرانسې مختلفو ښارونو ته ولېږدول شو، د فرانسې له انقلاب څخه وروسته موناليزا د فرانسې موزيم لوور يې د خپل کور په صفت وټاکه.
ناپلئون هغه د موزيم څخه د خپلې خوب خونې ته يوړه، خو کله چې ناپليون له دندې لرې شو نو دا تاريخي اثر بياځلې د لوور موزيم ته ولېږدول شو.
په کال ۱۹۱۱ کې د موليزا تابلو د يو ايټاليوي غل له لوري غلا او ايټاليا ته ولېږدول شوه. وروسته د دوو کلونو څخه دا تابلو په خپل ټاټوبي يانې فلورانس کې وليدل شوه او وروسته د ځينو اداري او قانوني کړنو څخه دا شهکار بياځلې د لوور موزيم ته ولېږدول شو.
په کال ۱۹۵۶ کې د يوه کس له لوري د تابلو په ښکتنۍ برخې تېزاب وشيندل شوه، چې بيارغونې يې ډېر وخت ونيوه. په ۶۰ او ۷۰ لسيزو کې د نيويارک، توکيو او مسکو ښارونه د دې ستر تاريخي او هنري اثر کوربه و.
مينه وال کولی شي چې په همدې نامه (موناليزا ) جوړ شوی فلم هم وګوري.
سرچينې: HISTORYWONDERS ، Wikipedia