راپور: بشر درویش
خوست یو له هغو دریو ولایتونو دی چې تر اوسه په کې د کرونا کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې، خو له دې سره سره هلته هم قرنطین پیل شوی او له نورو ولایتونو سره یې لارې تړلي دي.
هلته په خوست کې خلک شکایت کوي چې دې وضعیت سره نرخونه لوړ شوي او سوداګرو احتکار ته مخه کړې ده.
د خوست یوه اوسیدونکي لیوال خوستي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:
« نن سبا په خوست کي قیمتونه بیخي ساخت لوړ شویدی غریب خلک پکي تبا شول مهم خبره ده وه چي والی صیب به په نرخ نامه کی کمښت روالي خو هغه ځانمرګي بیا نرخونه اسمان ته اوچت کړل خلکو باندي د کلدارو ارزښت وشو خلک دومره افغاني ته لیواله وه خو دغو قیمتایو بیا خلکو ته زیانونه ورسول شیان یو په دووچند کړل، قیمت اکثریت سامانلات پورت اوچت شوی دی، مخکی به دې چې سر ویښتان جوړوال اویا کلداری وه اوس بیا پنڅوس افغانۍ دي.»
د ولایتي ادارې اقدام
بل پلو تیره ماښام ناوخته د خوست ولایت چارواکو په خوست ښار کې د نرخونو د کنټرول په اړه د یو ګډ کمیسیون د جوړیدو خبر ورکړ.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې د مدیر په مشرۍ کمیسیون وټاکل شو، چې په کې ولایتي شورا، سرپرست ښاروال ، څارنوالۍ استازی، ملي امنیت ښاري مدیر، د دوکاندارانو اتحادیو او اصنافو غړي او مسولین، جمال ټنی، الف شاه منګل او مکایل د غړو په توګه شامل شوي.
د کمیسیون دنده
سرچینه وايي، ناسته کې یاد کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې هره ورځ دې په کابل کې د عمده فروشیو نرخونه مالوم، د هغو کسانو څارنه دې پیل کړي چې په لوړه بیه توکي پلوري او د سرغړونې په صورت کې دې یې قانون منګولو ته وسپاري او له رسنیو سره دې یې ټول هویت شریک شي.
ویل شوي؛ کمیسیون ته لارښونه وشوه، چې هره ورځ د ښار له ټولو مارکیټونو، سبزیو منډوي او هټیو لیدنه وکړي او له هټیوالو ته لارښونه وکړي، چې د توکو د پلور پر مهال مشتریانو ته بېلونه ورکړي او تر څنګ یې د مشتریانو لېستونه برابر او له ځان سره دې په هټیو کې د بېلونو کاپي ولري.
د کمیسیون صلاحیت
د رسنیو دفتر ویلي؛ په ناسته کې کمیسیون ته صلاحیت ورکړل شو، چې د لوړو نرخونو د کنټرول په برخه کې له ټولو هغو لارو چارو چې له امله یې په ښار کې د اختکار او لوړو نرخونو مخه نیول کیږي، په قانوني توګه جدي اقدمات وکړي.
کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې د سرغړونکو هویت له رسنیو سره شریک هم کړي.
عدلیي او قضايي تعقیب او له خلکو غوښتنه
د خوست ولایتي ادارې له دې وړاندې یوه اعلامیه کې هم سرغړونکو ته اخطار ورکړی و.
اعلامیه کې له مسوولینو غوښتل شوي چې په لوړ نرخ پلورونکي او احتکار کوونکو سره جدي چلند وکړي، ویې نیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي.
په اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوې چې د خوراکي او نورو توکو د اخېستو پر مهال دوکاندار مجبور کړئ، چې د سودا بېل درکړي او له هغو دوکاندارنو توکي مه رانیسې، چې بېل نه درکوي، همداشان له تاسو غواړو، چې د لوړو نرخونو د لیدو پر مهال ۱۰۷ شمېرې ته په هغه صورت کې زنګ وواهئ، چې د دوکاندار د لوړ نرخ په اړه له تاسوسره بېل، ویډیو کلیپ او یا نور اسناد موجود وي، تر څو پرته له ځنډ څخه کشفي او امنیتي ارګانونه ستاسو شکایت ته رسیده ګي وکړي او ستاسو هویت به پټ ساتل کیږي.
باید وویل شي چې نه یوازې خوست بلکې د هیواد په نورو ولایتونو کې چې له ډلې یو ننګرهار هم دی، خلک له لوړو نرخونو شکایت کوي او پر حکومت نیوکې لري چې پر وخت د نرخونو د کنټرول او احتکار مخنیوي لپاره یې ګامونه نه دي اوچت کړي.
که څه هم په دې وروستیو کې د خوست، ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې حکومت ګامونه اخیستي، خو معلومه نه ده چې څومره به عملي شي، ځکه چارواکو او سوداګرو هم ویلي چې ډیر نه دي ملامت، ځکه په نړیواله کچه د کرونا د وبا له امله هر څه په ټپه ولاړ او بیې لوړې شوې دي.