کُبه؛ عربي خوندور خواړه، د پخولو طریقه یې دلته ولولئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: نسیمه محمدي
کُبه یو ډول عربي خواړه دي، چې ښکلې او په زړه پورې بڼه لري. که څه هم د سره شویو خوړو له ډلې ګڼل کېږي، خو د سره کولو پر وخت تر ټول کم غوړ جذبوي.
د کُبې د اړتیا وړ توکي؛

  • وریجې- ۴ پیالې
  • غوښه- ۲۰۰ ګرامه
  • واړه او سره شوي ګشنیز، ۴ د خوړو قاشقې
  • بې غوړه سره شوي پیاز، ۳ د خوړو قاشقې
  • تور او سره مرچ، کورکمن او مالګه د اړتیا وړ
  • غوړي
  • اوبه پنځه ګیلاسه
  • همدارنګه کولای شو د کشکشو، غوزانو او د بادام له خلال هم ګټه واخلو.

download.jpg
د چمتو کولو طریقه؛
اوبه، وریجې، لږ کورکمن او مالګه په ډېګ کې اضافه او پرېږدو چې دمپخت پخې شي. وروسته صبر کوو چې دمپخت شوې ورېجې سړې شي. په دې موده کې ماشین شوې غوښه، کورکمن،تور او سره مرچ او یو دانه تراش شوی پیاز، له کمو غوړو سره تفت او وروسته لږې اوبه اضافه کوو چې ښه پاخه شي. کله چې یې اوبه وچې کړې له اور یې ښکته کوو او سره شوي ګشنیز، د بادام خلال، کشمش، پیاز او غوزان هم د غوښې له مخلوط سره یو ځای کوو.
اوس دمپخت ورېجې د غوښې له ماشین تېروو. که ورېجو سرېښ نه درلود، د هګۍ یا نخودو اوړو کار اخلو.
وروسته لاسونه لندوو او له ماشین شویو ورېجو یوه اندازه راخلو او د لاس په ورغوي سره یې دایرې ته ورته هواروو. وروسته له چمتو شوي مخلوط یوه ډکه قاشقه مواد یې منځ کې ږدو او څنډې یې راټولو او کوفتې ته ورته بڼه ورکوو.
په یو لوښي کې غوړي سره او حرارت یې کموو، وروسته جوړې شوې کُبې غوړیو ته ښکته کوو. د دې لپاره چې کُبې ښکلی طلايي رنګ ولري د سره کولو پر وخت، غوړیو ته لږ کورکمن اضافه کوو.
د کُبې داخلي مواد ټول پاخه دي، نو اړتیا نشته چې ډېر زیات سره کړو. له سره کېدو وروسته یې په دستمال او یا کاغذ ږدو، تر څو یې غوړي جذب کړي. د ترکاري سره ډيزاین ورکوو، کُبه چمتو ده.
نوش جان مو!
download (3).jpg