ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
دا پخوانۍ تګلاره ده. هغه کسان چې د نفستنګۍ په ناروغۍ اخته دي، مرسته ورسره کوي، چې ښه ساه وکاږي. په بله وینا دا ډول پرېباسل سبب کېږي چې ډېر اکسیجن سږي ته دننه شي. خو دا ډول بیدېدل زیانونه هم لري.
مخ په خیټې (پړمخې) بیدېدل له لاتیني کلمې (پرونوس) څخه اخیستل شوې چې مخ په وړاندې ټیټېدلو ته وایي.
د څو ساعتونو لپاره ناروغان په خیټې باندې پرېباسي چې کوم مایعات، چې په سږو کې ټول شوي او ساه کښل ورته ستونزمنوي، هغه دباندې ووځي. کوم د کرونا ناروغان چې د درملنې په ځانګړې برخه کې وي، له دې تګلارې څخه ګټه اخلي.
پاناګیس ګالیاتساتوس، د سږي ناروغي متخصص چې د امریکا په جانز هاپکینز پوهنتون کې دی وایي: “کوم کسان چې د کرونا په ویروس اخته دي ډېريو ته یې سږي ته یې په سمه توګه اکسیجن نه رسېږي چې دا ورته ضرر رسوي.” دې ناروغانو ته اکسیجن ورکول کېږي، خو ځینې وخت دا اکسیجن ورته بسنه نه کوي، ځکه د خیټې په سر پرېباسي چې سږي یې منبسط شي او ظرفیت یې ډېر شي. (داکټر ګالیاتساتوس توضیح ورکوي چې تر ټولو درنه د سږي برخه په شاه کې ده، نو که ناروغ په شاه خواکې پرېباسل شي او ټول وزن یې شاه کې وي، نو ځکه د هوا پیدا کول د سږو لپاره سختېږي. برعکس که د خیټې پرمخ پرېییستل شي، نو ډېر اکسیجن ورته رسېږي او د سږو له نورو برخو سره مرسته کوي او یو ښه بدلون رامنځته کولای شي.
سربېره پر دې دا تګلاره آسانه ښکاري، خو دومره آسانه هم نه ده، ځکه دا هم وخت نیسي او هم د داکټر تجربې ته اړتیا لري.
ډاکټر ګالیاتساتوس ټینګار کوي (دا ساده کار نه دی) او د دې کار د ښه ترسره کولو لپاره څلورو یا پنځو نفرو ته اړتیا ده. او په کوم روغتون کې چې کاري پرسونل یې کم وي او ناروغان یې ډېر وي، نو د دې کار لپاره له ستونزې سره مخ کېږي.
د داکټر ګالیاتساتوس په وینا، د دې ناروغي په ډېرېدو سره د جانز هاپکینز پوهنتون روغتون یوه ځانګړې ډله د دې کار لپاره ځانګړې کړې. د دې ډلې په جوړولو سره که کوم ناروغ په ځانګړي برخه کې بستر وي چې کارکوونکې یې له دې تګلاري سره بلد نه وي، نو بیا له دې ډلې څخه د ناروغ د څرخېدو لپاره د مرستې غوښتنه وکړي. د ناروغ څرخول نورې ستونزې هم درلودلای شي.
د داکټر ګالیاتساتوس په وینا که کوم ناروغ چې ډېر چاغ وي یا په بدن کې یې زخم وي یا هم مصنوعي د تنفسي اکسیجن ورته بند وي، نو دا ډول ناروغانو ته باید ډېر پام وکړو.